د لاس رسي وړ اتصالات

فاوچي: امریکا کې ډیر ژر حالات عادي کیږي


د کرونا په برخه کې د جمهور رئیس جو بایډن جګپوړی سلاکار، انتوني فاوچي.
د کرونا په برخه کې د جمهور رئیس جو بایډن جګپوړی سلاکار، انتوني فاوچي.

د کروناویروس په برخه کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن تر ټولو جګپوړي سلاکار، انتوني فاوچي وایي هیله مند دی چې د جولای د میاشتې تر ۴ مې نیټې پورې چې د متحدو ایالاتو د خپلواکۍ ورځ ده، پدې هیواد کې یو څه حالات سم شي.

خو زیاتوي چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره باید لاهم د احتیاط نه کار واخیستل شي.

په امریکا کې د کرونا وبا ضد واکسین کولو چارې چټکې روانې دي او یوازې د همدې تیرې شنبې په ورځ شاوخوا ۳ میلیون کسان واکسین شوي دي.

ډاکټر انتوني فاوچي د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې د یکشنبې په ورځ، مارچ ۱۴ (کب ۲۴) وویل چې هیله لري د مې د میاشتې تر پایه به د ټولو هغو امریکایانو لپاره د کرونا ضد واکسین موجود وي چې غواړي واکسین شي.

ډاکټر فاوچي د دې پرمخګتونو سره سره خبرداری ورکړی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس لا هم یو خطر دی ځکه چې یوازې تیره اوونۍ یې د ۵۰ او ۶۰ زرو کسانو پورې نیولي دي.

د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې والیانو کاروبارونو ته اجازه ورکړې چې په عادي توګه خپل کارونه پیل کړي او اوسیدونکو ته یې هم ویلي چې تر دې وروسته بهر ته د تګ پر وخت ماسک تړلو ته اړتیا نشته.

خو ډاکټر انتوني فاوچي پدې مرکې کې وویل ، " دا د کامیابۍ د اعلان کولو وخت بیخي ندی او تل دا خطر شته چې دا بیماري به بیا زور واخلي."

د کرونا ویروس د نورو هیوادونو په پرتله د ټولو نه زیات د امریکا په متحدو ایالاتو کې خلک نیولي او مړه کړیدي. دې ویروس د دوشنبې ، مارچ ۱۵ (کب ۲۵) ۵۳۴۸۸۹ کسان مړه کړي او ۲۹۴۳۹۰۵۶

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو. خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

XS
SM
MD
LG