د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په منځني ختیځ او اوکراین کې اوس هم سوله ممکنه ده


دا په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا وه.
دا په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا وه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ (تلې درېیمه) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې وویل چې په منځني ختي او اوکراین کې د سولې ټېنګښت اوس هم ممکن دی.

نوموړي د شخړو په ختمولو کې د نړیوالو هڅو په اړتیا ټېنګار وکړ او ویې ویل چې له روانو جګړو سره سره بیا هم د اینده په اړه هیله من دی.

هغه د نړۍ مشرانو ته وویل: "هغه ځواک چې زموږ هېوادونه له یو بل څخه جلا کوي، تل به وي... زموږ دنده او ازموینه دا ده چې نښلوونکی ځواک مو له جلا کېدونکي ځواک څخه جلا وساتو."

بایډن همدغه راز وویل چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د اېستلو پرېکړه سخته خو سمه وه.

نوموړي په منځني ختیځ کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ شخړې ته په کتو وویل چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده او ټېنګار یې وکړ چې دپلوماتیک حل سولې ته د ورتګ یوازینۍ لاره ده.

د بایډن تر خبرو څو ساته مخکې د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د اسرائیل په بریدونو کې ۵۶۰ تنه وژل شوي او تر ۱۸۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

بایډن همدغه راز اسرائیل او حماس وهڅول چې اوربند وکړي او یرغمل شوي خوشې کړي. هغه وویل سره له دې چې دا جګړه پراخه شوې او د سولې هیله یې کمرنګه کړې ده، بیا هم وخت یې دی چې "دا جګړه ختمه" شي.

نوموړي د روسیې په مقابل کې د اوکرین په جګړې کې د لویدیځ په حمایت ټېنګار وکړ. هغه وویل تر څو پورې چې اوکراین پایداره سولې ته رسېږي، باید یې ملا وتړل شي. بایډن زیاته کړه چې پوتین غوښتل اوکراین نابود کړي، خو په خبره یې ماتې یې وخوړه او اوکراین اوس هم ازاد دی.

دا په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG