د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي د جګړې پلان تشریح کولو لپاره متحده ایالاتو ته راغلی


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه سپټمبر ۲۲ ( تلې لومړۍ) متحده ایالاتو ته رسیدلی چې د روسیې دوه نیم کلن یرغل پای ته رسیدو لپاره د خپل هیواد د جګړې پلان په هکله امریکایي چارواکو ته معلومات ورکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی زیلینسکي به د روسیې په مقابل کې د جګړې ګټلو پلان جمهور رئیس جو بایډن، د هغه مرستیالې کاملا هریس او د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ سره شریک کاندي.

ښاغلی زیلینسکي داسې مهال متحده ایالاتو ته راغلی چې کیف د څو میاشتو راهیسې کوښښ کوي لویدیځ ته قناعت ورکړي چې په روسیې کې د اهدافو ویشتلو لپاره د دې هیوادونو لخوا د ورکړل شویو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو او وسلو څخه کار واخلي خو لا یې دویته قناعت ندی ورکړی.

متحده ایالات او څو نور غربي هیوادونه ویره لري که اوکراین ته دا اجازه ورکړي، مسکو ښایي پاروونکي اقدامات وکړي او داسې نشي چې دا هیوادونه د روسیې سره په مستقیمه جګړه کې ور ګډ شي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم خبرداری ورکړی چې د لویدیځ دا اقدام پدې معنی چې ناټو په مستقیمه توګه روسیې سره په جګړې کې ښکیله ده.

خو د اوکراین جمهور رئیس وویل چې د سه شنبې په ورځ چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس سره ویني، کوښښ به وکړي د دې موضوع په هکله د جو بایډن نظر ور بدل کړي.

زیلینسکي په داسې حال کې ولسمشر بایډن ته دا پلان وړاندې کوي چې اوکراین د روان کال په دوبي کې له روسیې سره په سختو جګړو کې ښکیل دی. د دغو جګړو په ترڅ کې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کړی او اوکرایني ځواکونو بیا د کورسک په سیمه کې د روسیې د خاورې ځینې برخې نیولې دي.

زیلینسکي د جو بایډن سره خپلې اړیکې " په زړه پورې او سختې خبرې اترې" وبللې او دا یې هم وویل چې د امریکا مشر په ځینو مواردو کې خپل نظر بدل کړی.

د جمهور رئیس جو بایډن یو نږدې همکار هم ویلی چې د خپل واک په پاتې میاشتو کې به د امریکا مشر کوښښ وکړي د اوکراین موقف قوي کړي تر څو د جګړې په ډګر کې بریالی شي.

د اوکراین مشر داسې مهال امریکا ته راغلی چې ټاکل شوې د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي. زیلینسکي ویلي چې د نومبر میاشتې انتخاباتو څخه وروسته به د ډیر متفاوت وضعیت سره مخ وي.

هغه ویلی چې د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس سره ویني چې وګوري د اوکراین جګړې پلان په هکله څه ډول نظر لري او دا یې هم ویلي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ سره هم ملاقات لري.

سره لدې چې هریس ویلي د اوکراین لپاره به د برحال جمهور رئیس جو بایډن لار تعقیب کړي خو ټرمپ بیا په هغو میلیاردونو ډالرو مرستو سخت انتقاد کوي چې متحده ایالات یې کیف ته ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG