د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: بایډن په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون هڅې نه پرېږدي


جیک سولیوان، ان بي سي شبکې سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر بایډن د اوربند د هڅو څخه لاس نه اخلي
جیک سولیوان، ان بي سي شبکې سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر بایډن د اوربند د هڅو څخه لاس نه اخلي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وایي چې ولسمشر جوبایډن ژمن دی په غزې کې اوربند وشي او له حماس سره یرغمل شوي کسان خوشې شي.

سولیوان نن سه شنبه، سپتمبر ۲۴ (تلې درېیمه) له ان بي سي خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر بایډن همدغه راز هڅه کوي د اسرائیل او لبنان ترمنځ شخړه هم کمه شي.

ټاکل شوې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې نن خپله وروستۍ وینا وکړه او د نړۍ د مشرانو سره په غزې کې د اوربند او منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي په اړه وغږېږي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت مشاور ومنله چې د اسرائیل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو او د حماس د ډلې مشر یحی سنوار په یوې مشترکې لارې باندې برابرول ستونزمن دي. هغه وویل حماس او په خاص ډول سنوار اوربند ته لیوال نه دي.

تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائیل بریدونه وکړل او بیا جګړه پیل شوه، امریکا، قطر او مصر هڅه کوي چې د دواړو غاړو ترمنځ منځګړتوب وکړي چې اوربند وشي، خو لا دا هڅې بریالۍ شوي نه دي.

د لبنان د حزب الله ډلې، چې د حماس ملګرې ده، له تېر شاوخوا یو کال راهېسې نږدې هره ورځ په سرحدي سیمو کې له اسرائیلي ځواکونو سره نښتې کولې، خو په دې وروستیو ورځو کې د دواړو خواو ترمنځ شخړو زور اخیستی.

اسرائیل وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په لبنان کې د حزب الله ۱۳۰۰ مرکزونه په نښه کړي او ګڼ غړي یې وژلي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه ۵۶۰ کسان وژل شوي چې ۵۰ یې ماشومان او شاوخوا ۱۰۰ یې ښخې دي. وايي ۱۸۳۰ تنه نور ژوبل دي.

سولیوان وویل چې امریکا مخکې هم د جګړو مخه نیولې او اوس هم کولای شي چې "له لبنان سره د اسرائیل د شمالي سرحد په اوږدوکې د شخړې د کمولو لاره" د حل "یوه دپلوماتیکه لاره پیدا کړي چې خلکو ته اجازه ورکړي بېرته خپلو کورونو ستانه" شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې د لبنان په ختیځ او سویل کې د اسرائیل د بریدونو له کبله لسګونه زره اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG