د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د افغانستان حکومت سقوط نکوي؛ د پایښت لپاره لازم ظرفیتونه لري


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې د افغانستان حکومت سقوط نکوي او د نظام د پایښت لپاره ټول لازم ظرفیتونه لري.

ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله له وینا وروسته د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان حکومت ۳۰۰زره مجهز وسله وال ځواکونه لري، پداسې حال کې چې د طالبانو د جنګیالیو شمیر ۷۵زرو ته رسیږي.

ښاغلي بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په طالبانو باور لري یا نه، وویل: "نه! په طالبانو باور نلرم. د افغان ځواکونو په ظرفیت باور لرم چې روزل شوي او ښه مجهز دي."

ښاغلي بایډن په افغانستان کې د نظام د بقا په اړه وویل چې که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به په هغه هیواد کې نظام نسکور نشي. خو زیاته یې کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یو متحد هیواد نه و.

دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د ویتنام سناریو یو ځل بیا تکرار شي یا نه، ولسمشر بایډن وویل داسې څه به هیڅکله تکرار نه شي.

ښاغلي بایډن وویل په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د روان کال د اګست په ۳۱ پای ته رسیږي. هغه زیاته کړه چې امریکا افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وه تللې.

ښاغلي بایډن په افغانستان کې د نظام د پایښت په اړه وویل چې که افغان سیاستوال سره یوځای او متحد شي هیڅکله به په هغه هیواد کې نظام نسکور نشي.. خو زیاته یې کړه چې افغانستان د تاریخ په اوږدو هیڅکله یو متحد هیواد نه و.

ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته به هم د امریکا حکومت د افغانستان وسله والو ځواکونو ته په ځانګړې توګه هوایي ځواک ته د تجهیزاتو برابرولو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن ټینګار وکړ چې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو او په هغه هیواد کې د ښځو او نجونو د ساتل اوس د افغانستان د حکومت او وسله وال پوځ دنده ده.

وروسته له هغې چې ښاغلي بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱پورې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د نورو مسلو تر څنګ زیات شمیر امریکایي وکیلانو د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو څخه د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه اندیښنې څرګندې کړې.

ښاغلي بایډن وویل د امریکایي ځواکونو افغان همکارانو ته د ویزې بهیر چټک شوی تر څو د هغه په وینا "هغوی او کورنۍ یې له ګواښ سره مخامخ نشي." هغه زیاته کړه چې په سپینه ماڼۍ کې ځانګړی ټیم هغو افغان ترجمانانو ته ویزو د ورکولو بهیر څاري چې غواړي امریکا ته راشي.

ولسمشر بایډن وویل د امریکا د قوانینو له مخې ښایي متحده ایالاتو ته د امریکایي ځواکونو د افغانو همکارانو انتقال وخت ونیسي، خو ویې ویل چې امریکا دا تضمینوي چې د ویزو د پړاوونو د تیرولو مودې لپاره هغوی یو دریم ځای ته انتقال شي، خو هغه ونه ویل چې کوم هیواد ته.

XS
SM
MD
LG