د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن ایالتونو ته: تر مۍ پورې ټولو بالغو امریکایانو ته واکسین برابر کړئ


جمهور رئیس ملت ته په وینا کې وویل چې د مې د میاشتې تر پایه به ټول په شرایطو کسانو ته د واکسین ورکولو بندوبست وشي.
جمهور رئیس ملت ته په وینا کې وویل چې د مې د میاشتې تر پایه به ټول په شرایطو کسانو ته د واکسین ورکولو بندوبست وشي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن پنځوس ایالتونو، سیمو او قبایلي حکومتونو ته امر کړی چې د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مې د میاشتې د پیل نه دې ټولو هغو بالغو امریکایانو ته چې په شرایطو برابر وي، د کرونا ضد د واکسین د ورکولو بندوبست وکړي.

ښاغلي بایډن د پنجشنبې په ورځ، مارچ ۱۱ (کب۲۱) ملت ته په وینا کې وویل چې ښایي ټول به سمدلاسه واکسین نشي خو زیاته یې کړه چې د مۍ د میاشتې په لومړۍ نیټې به نوبت پیل شي.

د حکومت یو جګپوړي چارواکي هم ویلي چې هیله ده د مې د میاشتې تر پایه په کافي اندازه واکسین موجودي وي چې ټولو بالغو او په شرایطو برابرو امریکایانو ته وکړل شي.

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت همدرانګه اعلان کړی چې ۴۰۰۰۰ برحال عسکر یې ګمارلي چې خلکو ته د واکسین په کولو کې مرسته وکړي. پدې سره د ټولو برحالو عسکرو شمیر چې د واکسین په کولو کې مرسته کوي، ۶۰۰۰ ته ورسید.

حکومتي چارواکو همدارنګه ویلي چې د غاښونو ډاکټران، د اطفایو روغتیایي مامورین، د حیواناتو ډاکټران او د ډاکټرانو مرستیالان به اجازه ولري چې خلکو ته واکسین ورکړي.

د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو. د امریکا د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې دې ویروس تر اوسه په امریکا کې شاوخوا ۵۳۰ زره کسان مړه کړي او د ۲۹.۲ ملیون نور یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG