د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د 'ترهګرۍ د ملاتړي دولت' په توګه د روسیې نومول رد کړل


د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د سه شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه (وږي ۱۵) دا رد کړه چې روسیه "د ترهګرۍ ملاتړی هیواد" وبلل شي او ویې ویل دا به برعکس نتیجه ولري.

د متحدو ایالتونو حکومت وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې اوکراین او د هغه هیواد قانون جوړونکو ددغه لوی اقدام غوښتنه کړې وه.

ولسمشر بایډن د دوشنبې په ورځ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا غواړي روسیه د یو ترهګر دولت په توګه په تور لست کې راولي وویل "نه".

د سه شنبې په ورځ هم د سپینې ماڼۍ له ویاندې کارین جین پیري څخه پوښتنه وشوه چې آیا دا پریکړه شوې، هغې وویل، ددې لپاره چې له "روسیې سره حساب کتاب" وشي د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه نومول "ډیره اغیزناک او مخ په وړاندې پیاوړې لار نده."

میرمن پیري زیاته کړه، د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه د روسیې نومول به د اوکراین یو شمیر برخو ته د مرستو په رسیدو کې د ځنډ او یا هم په هغه قرار داد کې چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په مرسته د اوکراین د غله جاتو د صادریدو په برخه کې لاسلیک شوی، د یو شمیر کمپنیو او مرستندویه ډلو د ګډون د مخنیوي لامل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې خبریالانو ته وویل:‌" دا به نه یوازې زموږ بې ساری څو اړخیز ائتلاف چې د روسیې په مسول ګڼلو کې ډیر ګټور وو کمزوری کړي بلکې کیدای شي په مذاکراتو کې له اوکراین څخه د ملاتړ په برخه کې زموږ توانایي راکمه کړي."

د نړۍ د ستر اقتصاد متحدو ایالتونو له خوا د "ترهګرۍ د ملاتړی دولت" په توګه د یو هیواد نومول پراخ عواقب لرلی شي او ډیری تجارتونه او بانکونه نغواړي د امریکا د قانوني اقداماتو له خطر سره مخ شي.

پر اوکراین د روسیې د یو لړ بریدونو وروسته چې له امله یې ملکي کسانو ته هم مرګژوبله واوښته، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي له لودیځ څخه وغوښتل چې په رسمي ډول روسیه د ترهګر دولت په توګه ونوموړي.

خو په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي، د ولسمشر بایډن پریکړې ته له مستقیمې اشارې پرته، د روسیې له خوا د ژاپورژیا اټومي بټۍ د نیولو په اړه خواشیني وښوده او یو ځل بیا یې د ترهګرو د ملاتړي دولت په توګه د روسیې د نومولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سرګي کیسلیستیا وویل، مسکو له قصده هڅه کوي خطرات زیات کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل:"دا یوازې د بندیزونو په زیاتیدو سره جوړیدلی شي. یوازې په رسمي توګه په ټولو سطحو کې د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه د روسیې په نومولو سره."

د لتویا پارلمان په اګست میاشت کې روسیه د "ترهګرۍ د ملاتړی دولت" په توګه ونوموله او زیاته یې کړه چې یاد هیواد په اوکراین کې "نسل وژنه" کوي خو د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون په جون میاشت کې په روښانه ددې کار له کولو ډډه وکړه.

د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس د مشرې ننسي پلوسي په ګډون امریکایي قانون جوړونکو له ولسمشر بایډن څخه وغوښتل چې روسیه د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه ونوموي.

هغوی دا پر روسیې د اقتصادي بندیزونو وروسته د فشارونو د زیاتوالي یوه لار بولي.

امریکا یوازې څلور هیوادونه د ترهګرۍ د ملاتړو په توګه نومولي دي چې ایران، سوریه، شمالي کوریا او کیوبا دي خو دغه هیوادونه د روسیې په نسبت کمزوری اقتصاد لري.

XS
SM
MD
LG