د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: که روسیه په اوکراین یرغل وکړي اروپا ته د ګازو د نل لیکې کار هم بندیږي


د جرمني او امریکا مشرانو په سپینې ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې خبریالانو ته معلومات ورکول.
د جرمني او امریکا مشرانو په سپینې ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې خبریالانو ته معلومات ورکول.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي که روسیه په اوکراین یرغل وکړي، اروپایي هیوادونو ته د ( Nord Stream 2) د نل لیکې کارونه هم پر مخه نشي تللی.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې په سپینې ماڼۍ کې د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز سره د ملاقات څخه وروسته پداسې حال کې وکړلې چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون مسکو ته تللی چې د لویدیځ او روسیې تر منځ د اوکراین پر سر پیدا شوي کړکیچ ته د حل لارې چارې ولټوي.

ښاغلي بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه اروپایي هیوادونو ته د ګازو د نل لیکې د کار مخنیوی کوي وویل، "په اوکراین د روسیې د ټانکونو او سرتیرو د یرغل په صورت کې دا کار نشي کېدای. زه درسره ژمنه کوم چې مونږ یې د کولو توان لرو".

په همدې حال کې د جرمني صدراعظم سره لدې چې دا خبره یې په مستقیمه توګه ونکړله چې د نل لیکې پروژه به لغوه کاندي خو زیاته یې کړه چې ټول لازم اقدامات به د متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره په ګډه کوي.

ښاغلي شولتز وویل، "مونږ داسې یو غبرګون چمتو کړی چې د روسیې د یرغل په صورت کې که اړتیا یې وي، زمونږ سره په چټک ځواب ویلو کې مرسته کوي." د جرمني صدراعظم ددې غبرګونو په هکله نور جزیات ورنکړل.

د (Nord Stream 2) په نامه په نل لیکه کې چې د بالتیک په بحیرې کې تیر شوی، د روسیې څخه طبیعي ګاز جرمني ته انتقالیږي. د دې پروژې کار بشپړ شوی خو لا یې په عملي توګه فعالیت ندی پیل کړی.

متحده ایالات او څو غربي هیوادونه پدې نظر دي چې که د دې نل لیکې کار وځنډول شي، ښایي په اوکراین د روسیې د یرغل او په روسیې به ددې نل لیکې د لارې د پېسو مخه ونیول شي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د دوشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا په امریکایانو غږ وکړ چې د اوکراین څخه دې ووځي.

د امریکا او جرمني مشرانو پداسې حال کې د اوکراین د کړکیچ په هکله خبرې کړي چې د بریتانیا د دفاع وزیر بن والسن دوشنبه فبروري‌ اوومه (سلواغه ۱۸) وویل چې ۳۵۰ نور عسکر به هم پولنډ ته استوي‌ چې د اروپا په ختیځ کې د روسیې په مقابل کې ناټو قوي کړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وویل چې دا عسکر به د بریتانیا له ۱۰۰ نورو هغو سرتېرو سره یو ځای شي چې وار دمخه پولنډ ته استول شوي‌ دي. متحده ایالاتو هم وار د مخه ختیځې اروپا ته اضافي سرتیري استولي دي.

XS
SM
MD
LG