د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: ټول باید د 'بیزو دانې' د ساري ناروغۍ په خپریدو اندیښمن واوسي 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، وایي ټول خلک باید د 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ساري ناروغۍ په خپریدو اندیښمن واوسي.

'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ځکه پدې نوم مشهوره شوې چې دا ویروس لومړی ځل په بیزوګانو کې موندل شوی و.

ښاغلي بایډن د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (غبرګولي اوله) له جنوبي کوریا څخه جاپان ته د سفر په ترڅ کې په الوتکه کې د هغه سره په سفر کې مله خبریالانو ته وویل: "پدې هکله ډیره جدي هڅه کوو چې وګورو څه کولای شو."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه ددې ناروغۍ لږ تر لږه ۹۲ پیښې تائید شوي او په ۱۲ افریقایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې د 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ۲۸ پیښې ثبت شوې دي.

سره له دې چې ددې ناروغۍ په وجه تر اوسه د کومې مړینې خبر ندی ورکړل شوی، روغتیایي کارپوهان د هغې په خپریدو اندیښنه ښودلې او ددې افت د مخنیوي په لټه کې دي.

د 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې اعراض او نښې نښانې چیچک ته ورته دي او بدن ته ددې مکروب له ننوتلو یوه یا دوه اونۍ وروسته راښکاره کیږي. په پیل کې تبه، سردردي او ساه لنډۍ وي او بیا څو ورځې وروسته د ناروغۍ په پرمختګ سره دانې راښکاره کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د نړۍ هیوادونو ته سپارښتنې او لارښونې وکړي.

دغه نړیوال سازمان ویلي چې اوسني معلومات ښیي چې 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ناروغي د فزیکي تماس له لارې له ناروغو کسانو څخه سالمو کسانو ته انتقالیږي.

د بیزو دانې یوه خفیفه عفوني ناروغي ده چې د افریقا د وچې په مرکزي او غربي سیمو کې رامنځته شوې. څرنګه چې ددې ناروغۍ خپریدل یواځې د فزیکي تماس له لارې ممکن دي د هغې مخنیوی اسان دی او یواځې د ناروغه کس په منزوي کولو او د فردي روغتیایي چارو په مراعت کولو سره د هغې د خپریدو مخنیوی کیدای شي.

د 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ناروغي ډیره ساري نه ده او پوهان پدې باور دي چې دا ناروغي به د کرناویروس په څیر وبا نشي.

تر اوسه 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ناروغۍ لپاره ځانګړی واکسین نشته او پوهان هڅه کوي چې دا ډول واکسین جوړ کړي. خو طبي څیړنو ښودلې چې د چیچک واکسین د 'منکي پاکس' یا د بیزو دانې ناروغۍ لپآره ۸۵ فیصده ګټور دی.

XS
SM
MD
LG