د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري شپږمه) وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین 'په واک کې نشي پاتې کیدای'.
ښاغلي بایډن د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د وینا پرمهال په اوکراین کې جګړه د مسکو لپاره "ستراتیژیکه ناکامي" وبلله.
بایډن وویل:"د خدای په خاطر، دغه سړی نشي کیدای واک کې پاتې شي."
خو روسیې د بایډن له دې خبرو سمدستي غبرګون وښود او د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې دا د بایډن پورې اړه نلري چې تصمیم ونیسي. هغه زیاته کړه د روسیې جمهور رئیس د روسانو له خوا انتخاب شوی دی.
د متحدو ایالتونو جمهور رئیس په دې وینا کې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین مقاومت د آزادۍ لپاره د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جګړې سره مقایسه کړ او ویې ویل چې نړۍ باید په مخ کې د اوږدې جګړې لپاره چمتوالی ونیسي.
جمهور رئیس بایدن اوکراینیانو ته په خطاب کې وویل:"موږ له تاسې سره ولاړ یو."
د امریکا جمهور رئیس په دې وینا کې څرګنده کړه چې د روسیې عادي خلک د هغوی دښمنان ندي او له هغوی یې وغوښتل چې د غرب له خوا پر روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو په ارتباط پوتین پړ وګڼي.
جمهور رئیس جوبایډن همدارنګه روسیې ته خبرداری ورکړ چې یو انچ هم د ناټو خاورې ته داخل نشي او ددې سازمان له غړو څخه یې د مقدسې جمعې دفاع په تعهداتو ټینګار وکړ.
ښاغلي بایډن د پولنډ د پلازمینې وارسا په شاهي ماڼۍ کې د وینا په پیل کې د دویم پاپ جان پال د څرګندونو په تکرار سره اوکراینیانو ته وویل "مه ویریږئ."
د متحدو ایالتونو جمهور رئیس د خپلې وینا په پای کې وویل:"موږ به متفاوته راتلونکی ولرو، یوه روښانه راتلونکې چې په دیموکراسۍ ، اصولو ، هیلو او روښنایي کې ریښې ولري."
جمهور رئیس بایډن تر دې ملاقات څو ساعته مخکې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د اوکراین د حکومت له جګپوړو چارواکو سره وکتل.
ښاغلي بایډن د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا او دفاع وزیر اولسکي رزینکوف سره چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران هم حاضر وو، ملاقات وکړ.