د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له جګپوړو اوکرایني چارواکو سره وکتل


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري شپږمه) د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د اوکراین د حکومت له جګپوړو چارواکو سره وکتل.

جمهور رئیس بایډن پولنډ کې دی څو پر اوکراین د روسیې د برید په جریان کې د ناټو د ختیځې اورپا له متحدینو څخه ملاتړ ښکاره کړي.

ښاغلي بایډن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن او دفاع وزیر لویډ اسټن سره د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا او دفاع وزیر اولسکي رزینکوف په غونډه کې ګډون وکړ.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له جمهور رئیس بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې اوکراین له واشنګټن څخه د دفاعي همکارۍ د پراختیا په برخه کې اضافه امنیتي تعهدات ترلاسه کړل، خو د هغه هیواد دفاع وزیر په "احتیاط" سره هیله مندي ښودلې ده.

ښاغلي کولیبا د هغه هیواد ملي تلویزیون کې څرګنده کړه: «جمهور رئیس بایډن وویل هغه څه چې په اکراین کې پیښیږي د ۲۱ پیړۍ تاریخ به بدل کړي او موږ به یوځای کار وکړو څو ډاډ ترلاسه کړو دا بدلون زموږ په ګټه، د اوکراین په ګټه او د دیموکراتیکې نړۍ په ګټه دی.»

جمهور رئیس بایډن له خپل پولنډې سیال اندې ډوډا سره په یوه جلا ملاقات کې تر لیدنې وروسته وویل چې د امریکا او پولنډ ترمنځ یې د دوامدار تماس غوښتنه کړې او د ناټو په سیمه کې یې د واشنګټن په امنیتي تضمینونو ټیګار کړی دی.

اوکراین د ناټو غړی ندی او متحده ایالت نغواړي چې له روسیې سره مخامخ جګړه کې ځان ښکیل کړي خو دا چې جګړه یې د متحدینو سرحداتو ته رسیدلې، واشنګټن ویلي دي چې د ناټو د خاورې د هر انچ دفاع به وکړي.

سپینې ماڼۍ ددې مطلب په څرګندولو سره ویلي‌ چې جمهور رئیس بایډن به د شنبې ناوخته د اوکراین د خلکو د ملاتړ په هدف د ازادۍ نړۍ د مشترکو هڅو، د روسیې د وحشیانه برید له امله د مسکو سره د حساب کتاب او د راتلونکې دفاع په اړه چې په دیموکراتیکو اصولو کې ريښه لري، وینا وکړي.

بایډن په پولنډ کې د دریو ورځو په جریان کې د جي اوه له متحدینو، اروپايي او ناټو چارواکو او په هغه هیواد کې له امریکایي ځواکونو سره وکتل.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس همدارنګه په وارسا کې په یوه سټډیوم کې له اوکرایني مهاجرینو سره هم وکتل. پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه څه باندې دوه میلیونه اوکراینیان پولنډ ته کډه شوي دي.

جمهور رئیس پوتین د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین نظامي برید پیل کړ هغه اقدام چې مسکو یې خاص عملیات بولي.

XS
SM
MD
LG