د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د روسیې جګړه 'نسل وژنه' او د اوکراین 'له منځه وړلو' لپاره ده


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې په اوکراین کې د روسیې جګړه «نسل وژنه» بللې او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین یې تورن کړی چې د «اوکراین له منځه وړلو» هڅه کوي.

ښاغلي‌ بایډن تېره ورځ اپریل ۱۲ (وري۲۳) د امریکا د ایوا په ایالت کې خبریالانو ته وویل: «هو زه دا [د اوکراین جګړه] نسل وژنه بولم. دا خبره اوس بیخي واضحه شوې او واضحه کېږي چې پوتین کوښښ کوي‌ آن د اوکراین د موجودیت فکر ورک کړي.»

د اسوشیتډ پرس د راپور په اساس ښاغلي بایډن د روسیې د برید له کبله د انرژۍ د بیو د لوړېدو په هکله وویل چې فکر کوي ولسمشر پوتین په اوکراین کې نسل وژنه کوي. خو د ښاغلي بایډن له دغو خبرو وروسته امریکا په روسیې باندې کوم نوی بندیز نه دی لګولی.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکسي د ښاغلي بایډن د دغو خبرو هرکلی کړی دی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «د یو رښتیني مشر رښتینې خبرې». نوموړي‌ همدغه راز له اوکراین سره د امریکا د مرستو هرکلی هم کړی دی د نورو مرستو غوښتنه یې هم کړې ده چې د روسیې د نورو بریدونو مخه پرې ونیسي.

خو د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون په اوکراین کې د روسیې جګړې ته د «نسل وژنې» د اصطلاح له کارولو ډډه وکړه. هغه وویل چې «له [دا ډول] اصطلاحاتو سره احتیاط کوي» خو د اوکراین او روسیې خلک یې د یو بل وروڼه اوهلته یې روانه جګړه «لیونتوب» وبلل. هغه وویل چې هلې ځلې کوي که وتوانېږي چې د اوکراین «جکړه بنده او بیا سوله تامین» شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن مخکې هم د اوکراین د جګړې له کبله په روسیې او د روسیې په ولسمشر باندې کلک انتقادونه کړي وو او ښاغلی پوتین یې «جنګی مجرم» بللی و او د هغه د محاکمې غوښتنه یې کړې وه.

روسیې د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړ. د اوکراین چارواکي‌ وایي چې د روسیې په جګړې کې زرګونه کسان وژل شوي او روسي ځواکونو «جنګي جنایات» کړي دي. امریکايی چارواکي وايي دوی د اوکراین له چارواکو او د نړیوالو جرمونو د محاکمې له مسئولینو سره ګډ کار کوي چې په اوکراین کې د «جنګي جنایتونو» په اړه شواهد او اسناد راټول کړي.

امریکا او ناټو د دغه برید له کبله په روسیې باندې قوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي او له اوکراین سره یې بشري او پوځي مرستې پیل کړي‌دي.

XS
SM
MD
LG