د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: منځني ختیځ کې د 'پراخې' جګړې مخنیوي لپاره سخت زیار باسو


په داسې حال کې چې په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د دښمنۍ لمن پراخه شوې، د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه سپټمبر ۲۲ ( تلې لومړۍ) وویل چې هیواد یې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره له هر ممکن اقدام څخه کار اخلي.

ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې په منځني ختیځ کې د سیمه ایزو شخړو ډیروالي په هکله اندیښنه لري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د متحده ایالاتو حکومت به د جګړې پرخوالي مخنیوي لپاره "هر څه مو چې په وس کې وي، وبه یې وکړو".

جو بایډن داسې مهال په منځني ختیځ کې د شخړې پرواخوالي باندې اندیښنه څرګنده کړه چې په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې او اسرائیلي ځواکونو یکشنبه په یو بل سلګونه توغندي وار کړل.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پیل کیدو راهیسې حزب الله او اسرائیل په سرحدي سیمو کې تقریباً هره ورځ په یو بل ډزې کړي خو په لبنان کې د حزب الله یو جګپوړي قوماندان فواد شُکر وژل کیدو او همدا تیره اوونۍ په بیروت کې د مخابرو او نورو وسایلو تر چاودنو وروسته، داسې اندیښنې پیدا شوې چې د حزب الله او اسرائیل تر منځ به مخامخ جګړه هم پیل شي.

پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول او زرګونه نور ژوبل شول. د حزب الله ډلې ملامتي په اسرائیل اچولې خو اسرائیلي چارواکو په ځانګړې توګه پدې چاودنو تبصره نده کړه او یوازې دا یې ویلي چې د جګړې نوې جبهه یې پیل کړې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو ویلي چې پدې تیرو څو ورځو کې یې د حزب الله ډلې ته "داسې ګوازرونه ورکړي چې هغوي یې تصور هم نشي کولی" او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې دا بریدونه د حزب الله ډلې ته یو پیغام و.

ها خوا بیا د حزب الله د عمومي منشي مرستیال نعیم قاسم ویلي چې دې ډلې د اسرائیل پر ضد د جګړې کولو نوی پړاو پیل کړی.

اسرائیل او حزب الله د یکشنبې په ورځ په یو بل سلګونه توغندي وار کړي چې لا یې د مرګ ژوبلې او زیان په باره کې څه ندي ویل شوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم د یکشنبې په ورځ له اسرائیل او حزب الله څخه وغوښتل چې د جګړې پراخیدو مخه ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG