د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنې پوره ملاتړ کوم


د امریکا ولسمشر او د سویډن صدراعظم په سپینې ماڼۍ کې
د امریکا ولسمشر او د سویډن صدراعظم په سپینې ماڼۍ کې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سویډن صدراعظم اولف کرېسترسن ته وویل چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنې وروستي تائید ته سترګې په لار دی.

ټاکل شوې چې بله اوونۍ د ناټو سرمشریزه پیل شي. ولسمشر بایډن د چهارشنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ۱۴) په سپینې ماڼۍ کې په خبرو کې یو ځل بیا ټېنګار وکړ‌ چې «ناټو کې د سویډن د یو ځای کېدو بشپړ ملاتړ» کوي. هغه زیاته کړه چې په «لیوالتیا سره سترګې په لار یم» چې دا وړاندیز تصویب شي.

د سویډن صدراعظم د جوبایډن د رهبرۍ مننه وکړه چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې یې د ناټو اتحاد ساتلی دی. نوموړي‌ همدغه راز په ناټو کې د یو ځای کېدو په اړه د بایډن د «کلک حمایت» مننه هم وکړه. ترکیې او هنګري ناټو کې د سویډن د یو ځای کېدو مخه نیولې ده.

ټاکل شوې چې ولسمشر بایډن را روانه یکشنبه د یوې ورځې لپاره بریتانیا ته ولاړ شي‌ او له هغه ځای څخه بیا «ویلنیوس» ته ځي چې د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي. بایډن واشنګټن تر ستنېدو مخکې فنلنډ ته هم ځي‌ چې تازه د ناټو بشپړ غړی شو.

فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته خپل د کلونو کلونو پوځي ناپیلتوب ختم کړ او د ناټو د غړیتوب غوښتنې یې وکړې. د ناټو ټول ۳۱ غړي باید موافقه رایه ورکړي چې نوی غړی ومنل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پییر ونه ویل چې جوبایډن خو به تر سرمشریزې مخکې د هنګري او ترکیې له مشرانو سره د سویډن د غړیتوب په اړه مستقیمې خبرې کوي که نه،‌ خو زیاته یې کړه چې هغه د دغه وړاندیز په تصویب ډېر ټېنګار کوي.

ویاندې وویل: «سویډن د ناټو په ارزښتونو کې ګډ قوي او وړ دفاعي شریک دی.»

د متحدو ایالتونو او سویډن مشرانو د اوکراین د دفاعي بریدونو ترڅنګ، د چین، اقلیم د بدلون او نوې رادبره کېدونکې تکنالوژۍ په اړه د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

سره له دې چې د ناټو مشران هیله لري تر سرمشریزې مخکې سویډن ته په دغه سازمان کې هرکلی وویل شي، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د سویډن له لوري د کردي خوځښتونو د غړو د ځپلو مسئله د سویډن له غړیتوب سره تړلي ده.

سویډن وايي د ترکیې غوښتنې یې منلې،‌ خو څو ورځې مخکې یو عراقي‌کډوال په سویډن کې د یو جومات په مخکې د قران یوه نسخه وسوځوله چې د نورو اسلامي‌ هېوادونو تر څنګ، ترکیې هم دا کار وغنده.

تېره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سویډن د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ضرب الاجل په توګه د ناټو د سرمشریزې ټاکل رد کړل او ویې ویل چې «موږ هېڅکله د وخت فشار د میتود په توکه نه تائیدو».

هنګري ویلي دي چې په دې قضیې کې به د ترکیې په پل قدم کېږدي. د هنګري د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ وویل چې په دې اړه یې له خپل ترکي سیال سره دوامداره سلا مشورې کوي.

XS
SM
MD
LG