د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن د هند، استرالیا او جاپان د مشرانو سره ګوري


د کواډ هیوادونو مشرانو د مارچ په میاشت کې آنلاین غونډه کړې وه چې جمهور رئیس جو بایډن هم پکې برخه اخیستې وه.
د کواډ هیوادونو مشرانو د مارچ په میاشت کې آنلاین غونډه کړې وه چې جمهور رئیس جو بایډن هم پکې برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن بله اونۍ د لومړي ځل لپاره په سپینې ماڼۍ کې د "کواډ" هیوادونو د مشرانو سره مخامخ وګوري.

ښاغلي بایډن د مارچ په میاشت کې د جاپان، اسټرالیا او هند د مشرانو سره آنلاین غونډه کړې وه او د کویډ-۱۹ بیمارۍ پر ضد د واکسین په جوړولو او د اقلیم بدلون سره په مبارزې یې د نږدې همکارۍ ژمنه کړې وه.

دغو مشرانو همدارنګه په غونډې کې د دې ډاډ ورکړی و چې د هند-آرام سمندر سیمه دې د چین لخوا د متوجه ستونزو په مقال کې آزاده او پرانیستې وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي چې د اسټرالیا د صدراعظم سکاټ موریس، د جاپان صدراعظم یوشیهیدا سوګا او د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره ملاقات به په سپینې ماڼۍ کې وي.

میرمن ساکي ویلي چې د دې هیوادونو د مشرانو کوربه توب د هند – آرام سمندر د سیمې سره د بایډن –هریس د ادارې لومړيتوب څرګندوي چې د ۲۱ مې پیړۍ د ستونزو لپاره د څو ملتي حل لارې ولټول شي.

د "کواډ" هیوادونه د همکارۍ د ډیریدو په لټه کې دي چې هدف یې په سیمه کې د چین د هلو ځلو مخه ډب کول دي.

د امریکا جمهور رئیس بایډن چې په کور دننه هم د زیربناوو د لویو پروژو پلي کول غواړي، د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د بریتانیې د صدراعظم بوریس جانس ته ویلي و چې دیموکراتیک هیوادونه باید د چین د یو کمربند یو سړک د نوښت سره د مقابلې لپاره د زیربناوو د جوړولو نوښت وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې دا ځل به په ملاقات کې د مشرانو تمرکز د کویډ-۱۹ بیمارۍ پر ضد په مبارزې کې د همکارۍ ډیروالي، د اقلیم د بحرانو چاره کولو، د نویو غوړیدونکو ټکنالوژیو په برخې کې ګډ کار کولو، هوایي فضا او د آزادې او پرانیستې هند-آرام سمندر سیمې ترویج کولو باندې وي.

ټاکل شوې چې دا مشران به د افغانستان په هکله هم خبرې وکړي.

د افغانستان نه په "بې نظمه" توګه د امریکایي ځواکونو د راایستلو له کبله په جمهور رئیس جو بایډن سخت انتقادونه شوي خو امریکایي چارواکي وایي چې د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې پای ته رسول به حکومت ته اجازه ورکاندي چې د چین اړوند موضوعاتو ته پام او امکانات ډیر شي.

XS
SM
MD
LG