د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: ټرمپ د امریکا دیموکراسۍ ته ګواښ دی ؛ ټرمپ: بایډن د امریکا تر ټولو ناوړه جمهور ئیس دی


ه متحده ایالاتو کې د سه شنبې ورځې مقدماتي انتخاباتو څخه وړاندې چې برحال جمهور رئیس جو بایډن او مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پکې ګټونکي شول، په یو بل یې سختې نیوکې کړیدي.

بایډن د دیموکرات او ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دی.

ښاغلي بایډن د انتخاباتو نتیجې د اعلان څخه وروسته په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړ چې د مخکني جمهور رئیس ټرمپ د جمهوري ریاست دویمه دوره د "امریکا دیموکراسۍ پایښت لپاره ګواښ دی" خو ښاغلي ټرمپ بیا پخپلې وینا کې جو بایډن د متحده ایالاتو په تاریخ کې "تر ټولو ناوړه" جمهور رئیس وباله.

مبصرین چې د امریکا انتخابات څاري وایي تمه دا ده چې د روان کال د نومبر میاشتې تر جمهوري ریاست انتخاباتو پورې همداسې او یا تر دې هم سختې نیوکې وشي.

د ډینور په پوهنتون کې د امریکایي سیاست مرکز مشر او د سیاسي علومو پروفیسر سیت ماسکیټ امریکا غږ ته وویل چې ټرمپ به کوښښ کوي رایې ورکوونکو ته قناعت ورکړي چې د بایډن له کبله د هیواد اقتصاد او ټولنه د ستونزو سره مخ ده خو بل پلو به ښاغلی بایډن د خپلې سابقې دفاع کولو کوښښ وکړي او رایې ورکوونکو ته به دا ور یادوي چې د ټرمپ پر وخت سپینه ماڼۍ څومره له کاره لویدلې وه.

دې پروفسر زیاته کړه چې مخکنی جمهور رئیس ټرمپ به رایې ورکوونکو ته ووایي چې په هیواد کې اوسنی وضعیت د هیواد په تاریخ کې تر ټولو ناوړه دی خو بایډن به برعکس اوسنی وضعیت ښه څرګندوي او هڅه به یې دا وي چې د ټرمپ دورې ناوړه حالت خلکو ته ور په یاد کړي، لکه د کرونا وبا، د کانګرس په ماڼۍ د ټرمپ پلویانو برید او نور .

د سه شنبې ورځې بري وروسته جو بایډن پخپلې لومړۍ دورې کې د کارونو ډیریدل، د تنخواګانو لوړیدل او د دارو درملو او وسلو په برخې کې د پالیسیو یادونه وکړله خو د خبرو ډیره برخه یې په ټرمپ انتقادونو ته وه.

بایډن خبرداری ورکړ که ټرمپ بیا جمهور رئیس شي، د ده ټولې لاسته راوړنې د خطر سره مخ کیږي او دا یې هم وویل چې " د هغه ډیر تمرکز د امریکا په ولس نه بلکې په غچ اخیستو دی".

جمهور رئیس پخپلو خبرو کې وویل چې ټرمپ د متحده ایالاتو د ډیموکراسۍ "له منځه وړلو" هوډ کړی او د ولس بنسټیزې آزادۍ به پایمالې کړي.

هغه زیاته کړه، "ټرمپ به بیا د مالدارو امریکایانو لپاره میلیاردونه ډالره مالیه کمه کړي او په واک کې د پاتې کیدو لپاره به هر څه وکړي او ووایي".

بل پلو بیا ټرمپ چې د سه شنبې ورځې مقدماتي انتخاباتو څخه وروسته یې پخپل شخصي استوګنځي مارالاګو کې خپلو پلویانو ته وینا کوله، وویل چې په تیرو دریو کالونو کې چې بایډن جمهور رئیس شوی، متحده ایالات ډیر ځپل شویدي.

د شیانو نرخونو لوړیدل او په غزې او اوکراین کې روانې جګړې هغه څه دي چې ټرمپ وویل د بایډن په دورې کې پیښ شول او ټینګار یې وکړی که دی جمهور رئیس وی، دا یوه پیښه به هم نه وه شوې.

خو د ټرمپ د خبرو ډیر پام د مکسیکو – امریکا جنوبي سرحد ته وه چې سلګونه زره غیر قانوني کډوال ترې راتیر شوي. ټرمپ پرته لدې چې کوم ثبوت ورکړي، وویل چې په هیواد کې د مهاجرت جنایي څپه روانه ده.

هغه وویل، " ډیر کسان به وشړو، ډیر بد کسان ځکه چې زمونږ هیواد داسې ژوندی نشي پاتې کیدی. زمونږ ښارونه مري، زمونږ ایالتونه مري او په ریښتینې توګه زمونږ هیود مري".

ټرمپ په بایډن دا تور هم لګوي چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتل یې په سمه توګه اداره نشوی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG