د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: که روسیې په اوکراین یرغل وکړ، په پوتین به سخت بندیزونه ولګول شي


څه موده مخکې د امریکا ولسمشر له پوتین سره انلاین اوږدې خبرې وکړې 
څه موده مخکې د امریکا ولسمشر له پوتین سره انلاین اوږدې خبرې وکړې 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په تازه څرګندونو کې روسیې ته خبرداری ورکړی دی که یې په اوکراین یرغل وکړ، په ولسمشر ولاديمیرپوتین باندې به سخت او پراخ بندیزونه ولګول شي.

ښاغلي بایډن تېره ورځ جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) وویل: «ما ولسمشر پوتین ته دا خبره واضح کړې ده چې په اوکراین باندې یرغل به د اقتصادي بندیزونو تر څنګ جدي‌ عواقب ولري او موږ به په ختیځه برخه پولنډ، رومانیا او نورو کې خپل او د ناټو حضور زیاتوو.»

روسیې د اوکراین سره په سرحد کې شاوخوا ۱۲۷۰۰۰ عسکر دېره کړي او اندېښنې شته چې شاید په اوکراین برید وکړي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه: «که هغه [پوتین] له دغو ټولو ځواکونو سره مخ په وړاندې ولاړ شي، دا به له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته تر ټولو لوی یرغل وي‌. دا به نړۍ بدله کړي.»

د امریکا د دفاع وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې خپلو ۸۵۰۰ سرتېرو ته یې د تیارسۍ امر کړی چې اروپا ته یې واستوي، ښاغلي بایډن وویل چې دا عسکر به مستقیمآ اوکراین ته نه استول کیږي، ځکه چې اوکراین د ناټو غړی نه دی.

ولسمشر بایډن په ټېنګار وویل چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع په اړه یې هم د دغه سازمان له مشرانو سره خبرې کړې دي. هغه وویل: «.. ما د ناټو د هر ایتلافي سره انلاین خبرې کړي‌ دي... موږ ټول په یو نظر یو. موږ دا خبره واضحه کړې ده چې د ناټو هېڅ غړی دې پدې اړه اندېښنه نکوي، موږ -ناټو- به د هغوی دفاع ته دانګو.»

روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوتین باندې د بندیزونو لګولو د خبرداري په اړه غبرګون ښودلی دی.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وویل:«دا بندیزونه به هغه ته شخصآ زیان اړونکي نه وي، [خو] په سیاسي لحاظ به ویجاړونکي وي.» نوموړي مخکې ویلي وو چې دا ډول کارونه به دپلوماتیک روابط‌ نور هم خراب کړي.

په همدې حال کې روسیې پوځي ځمکني او بحري تمرینونه پیل کړي دي او د اوکراین په شمال کې بلاروس ته یې نور نیمه-پوځي ځواکونه او جټ الوتکې استولي دي. مسکو وايي بله میاشت به ګډ پوځي تمرینونه کیږي.

خو امریکا بلاروس ته د اوکراین په اړه هم خبرداری ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل: "موږ بلاروس ته هم روښانه کړې که یې خاوره د اوکراین پر وړاندې د برید لپاره وکارول شي د امریکا او زموږ د متحدینو او شریکانو له عاجل او پریکنده ځواب سره به مخامخ شي."

ښاغلي پرایس همدارنګه زیاته کړه که د بلاروس له خاورې برید وشي، که روسي ځواکونه په دایمي توګه په هغه هیواد کې پاتې شي، ناټو به په هغو هیوادونو کې د خپلو پوځیانو بیا ارزونه وکړي چې له بلاروس سره پوله لري.

د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو چې له ډیر وخت راهیسې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین متحد دی، د ۲۰۲۰کال د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته یې خپل سیاسي مخالفین سخت وځپل.

لویدیځ فکر کوي چې روسیه په اوکراین د یرغل پلان لري، خو مسکو وايي‌ داسې کوم پلان نلري. امریکا او بریتانیا د همدې اندېښنې له کبله د خپلو سفارتونو کارکوونکو ته ویلي چې له اوکراین څخه ووځي.

امریکا او ناټو روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې په اوکراین باندې یرغل به بد او جدي عواقب ولري.

روسیې له امریکا او ناټو څخه غوښتي دي‌ چې اوکراین ته د ناټو په سازمان کې غړیتوب ورنکړي، خو د روسیې دا غوښتنه رد شوې ده. مسکو همدغه راز له ناټو غواړي‌ د پخواني شوروي‌اتحاد په غړو جمهوریتونو کې خپل پوځي حضور ونلري او وایي ناټو باید د ختیځ پر لور د پراخیدو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG