د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن : د امریکا – چین اړیکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دي


د متحده ایالاتو او چین ولسمشرانو د دواړو هیوادونو تر منځ د سیالۍ اداره کولو لپاره د خبرو اترو په ساتلو ټینګار کړی.

جو بایډن او شې جینپینګ شنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) دا څرګندونې د پیرو په پایتخت لیما کې د آسیا – آرام سمندر د اقتصادي همکارۍ غونډې پر مهال په یوې جلا غونډې کې کړیدي.

د متحده ایالاتو مشر د چین او امریکا اړیکې په نړۍ کې "تر ټولو مهمې بللې دي او پدې یې هم ټینګار کړی چې د دواړو هیوادنو مشرتابه دا مسؤلیت لري چې پرې نږدې د دوي ترمنځ سیالي په شخړې بدلې شي.

جو بایډن د خپل چینایي سیال سره د خبرو په هکله ویلي، "دا ډول خبرې د ناسمې محاسبې مخه نیسي" او زیاته یې کړه چې پدې تیرو څو کالونو کې دا ثابته شوه چې د چین او متحده ایالاتو تر منځ اړیکې پالل کیدی شي.

د چین جمهور رئیس هم د بایډن په شان د اړیکو په پاللو ټینګار کړی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې دواړه هیوادونه باید د ټولې نړۍ ګټې په نظر کې ونیسي او "له اله ګولې ډکې" نړۍ کې باید له مثبتې انرژۍ کار واخلي.

د متحده ایالاتو یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ټاکل شوې پدې اقتصادي فورم کې جمهور رئیس جو بایډن یو ځل بیا د چین د "ناعادلانه سوداګریزو پالیسو" په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې چې د پخوا څخه یې لري او هم به هغو غیر بازاري اقتصادي کړنو په هکله بحث وکړي چې امریکایي کار کوونکو ته یې زیان رسیږي.

دې چارواکي همدرانګه ویلي چې بایډن به خپل چینایي سیال ته د اوکراین په جګړې کې د بیجنګ همکارۍ او روسیې ته د شمالي کوریا د سرتیرو لیږلو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړي.

د چین جنوبي سمندرګي او تایوان تړانګې په شاوخوا کې د چین نظامي فعالیتونو ډیروالی بله هغه موضوع ده چې د دې چارواکي په وینا بایډن او شي به پرې خبرې اترې وکړي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان وایي د چین سایبري بریدونو، سایبري جاسوسۍ او سایبري لاسوهنې ته به واشنګټن غبرګون ښیي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG