د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په یو جومات کې چاودنې لږ تر لږه اوه تنه ټپیان کړي 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۸مه (لړم ۶مه) وویل چې د کابل ښار په یو جومات کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه اوه تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدراڼ امریکا غږ ته وویل، چې دا چاودنه نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د شیخ روحاني په جومات کې شوې ده.

ځدراڼ وويل: "چاودېدونکي توکي په جومات کې ایښودل شوي وو او د جمعې له لمانځه وروسته چاودنه وشوه." خو د یو شمیر عیني شاهدانو په وینا په دې چاودنه کې لږ تر لږه لس تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د داعش خراسان څانګې د تیر یو کال په ترڅ کې د کابل، کندز، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر جوماتونو، ښوونځیو او عامه ځایونو د خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دې ډلې چارواکو تل د ټولیز امنیت د تامینولو خبره کړې ده، خو د هېواد په کچه د طالبانو د واکمنۍ له ۱۴ میاشتو څخه په زیاته موده کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د مرګونو بریدونو شاهدان دي.

وروستی وژونکی برید د سپتمبر په ۳۰مه (تلې ۸) د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د کاج په تعلیمي مرکز کې د کانکور ازموينې پر مهال شوی و چې په لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر هغه مخکې د سپټمبر پر ۲۳مه (تلې اول) د وزیر اکبر خان جومات ته څېرمه په یو موټر کې دننه چاودنې د ماشومانو په ګډون اووه تنه ووژل او ۴۱ نور یې ټپیان کړل.

سره له دې چې کاج پر تعلیمي مرکز د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په تېرو دوو لسیزو کې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر اماکنو د ډېرو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی، چې یو وخت افغان شیعه جنګیالي هم ددغه ډلې په وړاندې د سوریې په جګړه کې ښکیل وو.

تر اوسه وزیر اکبر خان جومات ته څیرمه او د کاج په تعلیمي مرکز د چاودنو مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستې.

خو د تېرې شنبې په ورځ طالب چارواکو په کابل ښار کې د داعش پورې تړلو کسانو د یوه مرکز د کشف او له منځه وړلو اعلان وکړ او وویل چې دغو کسانو د کابل په دشت برچي کې د کاج په تعلیمي مرګز او د وزیر اکبر خان جومات په بریدونو کې لاس درلود.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکټوبر په ۲۲مه (تلې ۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې لومړی د دوی د ځواکونو له خوا د داعش دوه غړي ونیول شول او بیا د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دوی یو مرکز کشف او برید پرې وشوی.

داعش ډلې مخکې له دې چې په افغانستان کې راڅرګند شي، د عراق او سوریې په لویو برخو کې خپل «خلافت» اعلان کړی و او هغه وخت د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسداران ګارډ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت په ملاتړ د افغانستان او پاکستان شیعه جنګیالي په سوریه کې د داعش پر ضد جګړې ته استول.

XS
SM
MD
LG