د لاس رسي وړ اتصالات

سمنگان کې د جمعې د لمانځه پر وخت چاودنې ١١تنه ټپیان کړل


ارشیف - افغان امنیتي قواوی
ارشیف - افغان امنیتي قواوی

مقامات وايي د سمنگان ولایت په مرکز ایبک کې د یو جومات دننه د یو بم په چاودنه کې لږ تر لږه ١١ کسان ټپیان شوي دي.

د سمنگان ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي ویلي چې دغه چاودنه د جمعې د لمانځه پر وخت شوې ده.

مقامات وایي د چاودنې پر وخت په لسگونو کسان په جومات کې وو.

ددې جومات ملا هم د ټپیانو په ډله کې دی. ښاغلي عزیزي د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې د ملا روغتیایي وضعیت ښه نه دی او د درملنې لپاره د بلخ ولایت ته انتقال شوی دی.

تر اوسه هیڅ کوم شخص او یا ډلې ددې حملې د کولو ادعا نده کړې.

دمخه هم څو ځلې په افغانستان کې پر جوماتونو بریدونه شوي دي. ددې جملې نه وروستۍ بمي چاودنه په کابل کې په یو جومات کې وه چې په کې د جومات ملا امام مولوي سمیع‌الله ریحان، ووژل شو.

ښاغلی ریحان همداشان د افغانستان د علماو د شورا غړی هم

XS
SM
MD
LG