د لاس رسي وړ اتصالات

مزارشریف ښار کې چاودنه؛ خبریالانو ته مرګژوبله اوښتې


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او د پنځو خبریالانو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې دغه چاودنه نن شنبه مارچ ۱۱ (کب ۲۰) سهار ۱۱:۳۰۰ بجې د مزاشریف ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د «تبیان» په نوم فرهنګي مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې د «تبیان» فرهنګ مرکز یو امنیتي ساتونکی وژل شوی او دری ماشومان او پنځه تنه خبریالان ټپیان شوي دي.

ښاغلي ټکور زیاته کړې: "نن د بلخ ولایت مزارشریف ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په تبیان فرهنګي مرکز چې په اهل تشیوع وروڼو پورې اړوند دی د ځای پر ځای شوي ماین له امله چاودنه رامینځته شوه، چې بدبختانه په دې چاودنه کې پنځه تنه خبریالان، درې تنه ماشومان چې جمله ۸ تنه کیږي ټپیان دي"

تر دې مخکې د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري امریکا غږ ته ویلي و چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او شپږ تنه خبریالان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا یاده چاودنه په دغه فرهنګي مرکز کې له مخکې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو د چانودنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې د دغه پېښې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او په خبره یې د دوی امنیتي مسؤلین د چاودنې ځای ته رسېدلي او په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

پر همدې مهال یو شمېر عیني شاهدان وايي، د دغه پيښې قربانیان تر هغه زیات دی چې د طالبانو امنیتي مسؤلین یې راپور ورکوي. د عیني شاهدانو په وینا دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځته شوې چې یو شمېر خبریالانو غوښتل په دغه مرکز د «خبریالانو ملي ورځ» ولمانځي.

پر همدې مهال په افغانستان کې طلوع او شمشاد تلوېزیونونو او پژواک خبري آژانس ویلي چې په دغه چاودنه کې د دوی سیمه ییز خبریالان ټپیان شوي دي.

بلخوا په کاناډا کې د افغان خبریالانو ټولنې د شنبې په ورځ مارچ ۱۱ په مزار شریف کې پر خبریالانو د برید په غندلو سره ویلي دي چې په دې برید کې لږ تر لږه درې خبریالان وژل شوي او لس نور خبریالان ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.خو تر دې مخکې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر خبریالانو، جوماتونو، تکیه خانو، ښوونیزو مرکزونو او طالبانو د بریدونو مسؤلیت د داعش ډلې منلی و.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د بلخ ولایت د والي په دفتر کې په یوه چاودنه کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي داود مزمل په ګډون درې تنه وژل شول شول.

د بلخ ولایت د طالبانو د امینه قومندانۍ ویاند اصف وزیري امریکا غږ ته وویل، چې چادونه د پنجشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د مارچ نهه ( کب ۱۸) د والي د دفتر کې رامنځ ته شوې ده.

د راپورنو له مخې د بلخ ولایت مقام کې د تیرې پنجشنبې ورځې چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG