د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: په جلال اباد کې چاودنو درې تنه وژلي


عکس(ننګرهار ولایت سیمه ییز روغتون)
عکس(ننګرهار ولایت سیمه ییز روغتون)

راپورونه وايي‌ چې د افغانستان د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د درې پرله پسې چاودنو له امله درې تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په جلال اباد کې یوې سرچېنې نن شنبه سپټمر ۱۸ (وږې ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنې له غرمې مخکې د هند قونسلګرۍ مخکې او د تلویزیون تپې سیمه کې شوي دي.

د سرچینې په وینا په قربانیانو کې ملکي وګړي او طالبان شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس د چاودنو له امله مړي او ټپيان د ننګرهار ولایت سیمه ییز روغتون ته انتقال شوي دي.

د سرچینې په وینا په وژل شویو کسانو کې د ننګرهار ولایت د برښنا د رئیس موټر چلوونکی هم شامل دی. په ټولنیزو رسنیو کې هم د دغو چاودونو په اړه راپورونه او تصویرونه خپاره شوې دي.

د یو بل خبر له مخې نن شنبه د کابل ښار په لودیځه څنډه دشت برچي کې هم ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي.

طالبانو تر دا مهاله په جلال اباد او کابل ښار کې د نننیو چاودنو په اړه تبصره نه ده کړې.

د دغه چاودنو مسؤلیت تر دا مهاله کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG