د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې ماین چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړي


عکس(کابل ایمرجنسي روغتون)
عکس(کابل ایمرجنسي روغتون)

د کابل ښار د څلورمي امنیتي حوزې اړوند (سلیم کاروان) سیمه کې ماین چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه نن پنجشنبه ډسمبر ۲ (لېندۍ ۱۱) له سیمې څخه د طالب ځواکونو د موټر تېرېدو پر مهال شوې ده.

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د سیمې یو ګلدان کې د ځای په ځای شو چاودېدونکو موادو له امله شوې او چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

خو په کابل کې ایمرجنسي روغتون په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابل ښار د نننۍ چاودنې له ځایه دغه روغتون ته څلور ټپیان وروړل شوي دي. خو دا یې نه دي ویلي چې ټپي شوو کسان څوک دي.

یاد روغتون ویلي چې په ټپيانو کې یو تن ماشوم هم شامل دی.

ایمر جنسي روغتون ویلي چې دغه چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.

ایمرجنسي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې دغه چاودنه د طالب سرتیرو او که د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې سې شنبې په ورځ د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند حبیبې لېسې ته نژدې ماین چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل.

د دغه چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. دا په تېرو څو ورځې کې پنځمه چاودنه ده چې د کابل په ښار کې کېږي. په تېرو چاودنو کې تر ډېره عام خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په کابل ښار کې د تیرو څو ورځو د چاودنو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې منلی و. د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې په کابل ښار کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG