د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په ښځو باندې د طالبانو په محدودیتونو انتقاد وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو باندې ورستي محدودیتونه او بندیزونه وغندل.

ښاغلي بلینکن د پنجشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۱۲ (غوايي۲۲) په خپل ټویټر کې په نجونو او ښځو باندې د طالبانو وروستي محدودیتونه د تاسف وړ بللي دي‌ او لیکلي دي چې د خپل جي-۷ [لویو اقتصاد لرونکو] هېوادونو د همکارانو سره یو ځای دا شدید محدودیتونه غندي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې ده چې «په ټولنې کې د بشپړ،‌ مساوي او پر مفهومه مشارکت لپاره [مخنیوي لپاره] د نیمایي نفوس د ظرفیت جدي محدودول به د پرمختګ، سولې او ثبات» لامل نشي.

د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې ښځې چې د باندې وځي باید سر تر پایه پټې وې او « د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب غوره بڼه ده او د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب» دی.

د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت ګواښ کړی هرې ښځې چې دا «حکم» عملي نکړ، د کور نارینوو ته به یې سزا ورکول کېږي.

د ښځو په اړه د طالبانو دا نوی محدودیت په کور دننه او بهر په نړیوال کچه غندل شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل د طالبانو دا محدودیتونه به افغانستان د نړیوالې ټولنې څخه نور هم منزوي کوي.

د متحده ایالاتو، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې په یوې اعلامیې کې ویلي، «طالبان پدې کړنو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لا څنډې ته کوي».

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول، چې طالبانو ویلي د افغانستان د ولس په غوښتنې یې دا کار کړی، د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو کې یو ستر خنډ دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شول او وار له واره یې په د ښځو په کار، سیاسي او اقتصادي مشارکت بندیزونه ولګول. د طالبانو حکومت د نجونو ثانوي‌او عالي لېسې هم تړلې دي. تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG