د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن:‌ امریکا د چین او سویلي کوریا ترمنځ د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې، د چین سره د همکارۍ د "سالمو او پخو" اړیکو د پراختیا لپاره د سویلي کوریا د هڅو ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې نوموړی د یکشنبې په ورځ، د جون په ۱۸مه نېټه د چين پلازمېنې بېجينګ ته ولاړ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو دغه جګپوړی ډپلومات به د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې د دوه اړخیزو اړیکو، او له سویلي او شمالي کوریا سره د چین د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

په دې ترڅ کې د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیر، پارک جین په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به بیجینګ ته د خپل سفر په ترڅ کې له سویلي کوریا او شمالي کوریا سره د چین د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د دې اعلامیې له مخې د امریکا او جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیرانو له دې دمخه په وار وار د شمالي کوریا کړنې پارونکي بللي دي. په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې واشنګټن او سيول موافقه کړې چې امريکا، سویلي کوريا او جاپان له چين څخه وغواړي چې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د اټومي بې وسلې کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې چین ته د بلینکن د سفر څخه چې په تیرو پنځو کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی، تمه نه لري چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ لامل شي.

بلینکن د جمعې په ورځ وویل چې دا سفر د "پرانستو او قوي" اړیکو د رامینځته کولو په موخه ترسره کیږي.

ټاکل شوې وه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د روان کال په فبرورۍ مياشت کې بېجينګ ته سفر وکړي، خو د امريکا پر په فضا کې د چينايي جاسوسي بالون الوتنه د دې لامل شوه چې بلينکن، بېجينګ ته خپل سفر لغوه کړي. تمه وه چې بلینکن پدې سفر کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅه وکړي، کومې اړیکې چې په تیرو څو کلونو کې ډیر کړکیجونه او لوړې ژورې تجربه کړي.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، بشري حقونو، امنیت او په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په ګډون د ځینو مسلو پر سر د اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي. تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د سفر وروسته چې چین یې په غوسه کړ، بیجینګ د اقلیم د بدلون د خبرو اترو په ګډون په ځینو برخو کې له امریکايي مقاماتو سره تماسونه پرې کړل.

XS
SM
MD
LG