د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین د دفاع وزیرانو یو بل د تایوان د کړکیچ په زیاتولو تورن کړي


د امریکا او چین پوځي مشرانو په سنګاپور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د یو بل په تګلارو نیوکې کړي او دواړو لوریو د تایوان په تنګي کې د ناکراریو پړه پر یوه بل اچولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د چین یوې جټ الوتکې د جنوبي چین سمندر د اوبو د پاسه ګزمې کولې چې امریکايي کشفي الوتکې ته له حده زیاته نږدې شوه. څو ورځې وروسته د تایوان په تنګي کې د چین یوه کښتۍ د امریکا جنګي کښتۍ ته نږدې شوه.

ددې پېښو له کبله په سنګاپور کې د "شانګري لا ډيالوګ" په نوم غونډه کې چې د یکشنبي په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) پای ته ورسېده، د چین او امریکا پوځي مشرانو پر یو بل نیوکې کړي دي.

په دغه غونډه کې د نړۍ پوځي مشران د کاري شبکو په رامنځته کولو او حالاتو په کابو کولو خبرې کوي. خو د امریکا او چین پوځي مشرانو پر یوه بل لفظي ګذارونه کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن وايي، د چین د خلکو جمهوریت د امریکا او متحدینو هغه الوتکې په خطرناک ډول تعقیبوي چې په قانوني ډول د نړیوالو اوبو د پاسه ګرځي. هغه وویل: "موږ به د زور او ترهې په مقابل کې د خپلو متحدینو او شریکانو دفاع وکړو. څرګنده دې وي چې موږ کړکېچ او مقابله نه غواړو."

د چین د دفاع وزیر لي شنګفو ددغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره وویل: "د هېوادونو لپاره په خاص ډول د هغو هېوادونو لپاره چې سترې کښتۍ او جنګي الوتکې لري یوه غوره لاره داده چې د نورو هېوادونو هوایي او سمندري حریم ته نږدې حرکات ترسره نکړي. په بله ژبه، خپلو چارو ته پام وکړي او د خپلو خلکو خیال وساتي."

د چین د دفاع وزیر له دې وړاندې له خپل امریکایي سیال سره د لیدو غوښتنه په داسې حال کې نده منلې چې امریکا د متحده ایالاتو جنګي الوتکو تېر کال د دې هیواد په هوایي حریم د چین د جاسوسۍ یو بالون وویشت او نسکوره یې کړ.

امریکایي چارواکو وویل چې د متحدو ایالتونو په حریم کې د دغه بالون پرواز د چین له لوري د امریکا د "ملي حاکمیت نه منونکی نقض" دی.

امریکایي قانون جوړوونکي وایي چې چین له خپلې بړستنې پښې ډېرې اوږدې کړې دي. د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکی غړی مایک ټرنر وايي: "تاسې د یو ډول بې پروایۍ احساس کوئ. زه فکر کوم چې د بایډن اداره دې روښانه کړي چې چین د یو غلیم په څېر چلند کوي او موږ به هم ورته عمل ورسره کوو."

چین له تایوان څخه د امریکا په ملاتړ ناخوښ دی. د امریکا د کانګرس غړو په وار وار تایوان ته سفرونه کړي او ددغه خپلواک ټاپو، چې چین یې خپل ملکیت بولي، د رهبرانو سره کتلي.

XS
SM
MD
LG