د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: متحده ایالات د هنیه د وژنې په طرحې خبر نه و او لاس پکې نلري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ جولای ۳۱ (زمري ۱۰) وویل چې متحده ایالات د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې په طرحې خبر نه و او لاس پکې نلري.

بلینکن په سینګاپور کې د اسیا نیوز چینل سره په مرکه کې وویل: "دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه نه پوهېدو او پکې ښکیل نه یو."

حماس د چهارشنبې په ورځ وویل چې هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و او د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شو.

سرائیل تراوسه په رسمي ډول د هنیه مړینې ته غبرګون ندی ښودلی خو دغه هېواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د برید په غچ کې به حماس له منځه یوسي.

واشنګټن د اسرائیل مهم پوځي ملاتړی دی، په غزه کې د اوربند لپاره هڅه کوي او د بلینکن په خبره، د حماس په بند کې د یرغمل کسانو او هغو فلسطینیانو پلوي کوي چې په جګړه کې ګېر دي.

هنیه په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر چارې سمبالولې او په دې وروستیو کې د سولې په خبرو اترو او هڅو بوخت و.

بلینکن ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ نورو سیمو ته د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د غزې په تړانګه کې اوربند اړین دی.

هغه د سینګاپور په ښار کې یوې غونډې ته وویل: "موږ له لومړۍ ورځې څخه د غزې د ښېګڼې او د جګړې د خپرېدو د مخنیوي لپاره کار کوو... ددې لپاره اوربند کلیدي ارزښت لري."

قطر چې د اسرائیل ا حماس ترمنځ د اوربند لپاره د مذاکراتو منځګړیتوب کوي، د هنیه له وژل کېدو وروسته ددغو مذاکراتو د راتلونکي په اړه شک څرګند کړی دی.

حماس خبرداری ورکړی چې د خپل مشر وژنه به "بې ځوابه" پرې نږدي.

په اسرائیل کې د اکتوبر اوومې د حماس اورپکو په برید کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې ملکي وګړي وو او ۲۵۰ نور یرغمل شول. ۱۱۱ تنه یرغمل اوس هم له حماس سره په غزه کې بند دي چې د پوځي چارواکو په خبره، ۳۹ یې وژل شوي دي.

اسرائیل ددغه برید په غبرګون کې په غزه کې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي چې د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه پکې ۳۹۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG