د لاس رسي وړ اتصالات

اسماعیل هنیه څوک و؟


اسماعیل هنیه د چهارشنبې په سهار په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. تراوسه هیڅ کومې ډلې پر اسماعیل هنیه باندې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
اسماعیل هنیه د چهارشنبې په سهار په تهران کې په یو برید کې ووژل شو. تراوسه هیڅ کومې ډلې پر اسماعیل هنیه باندې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اسماعیل هنیه په تیرو دوو لسیزو کې د حماس د ډلې تر ټولو لوړ پوړی مشر و چې په وروستیو کلونو کې یې په قطر کې ددغې ډلې سیاسي چارې اداره کولې.

اسماعیل هنیه چې د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی و د چهارشنبې د ورځې په سهار جولاۍ ۳۱ ( زمري لسم) په تهران کې د خپلې اوسیدانې په ځای کې په یو برید کې ترور شو.

اسماعیل هنیه په ۲۰۱۷ کال کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه انتخاب شوی و او په دې وروستیو کې یې له قطر او ترکیې څخه د حماس فعالیتونه اداره کول.

نیویارک ټایمز په یو راپور کې ویلي چې اسماعیل هنیه د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه ددغې ډلې په خبرو او د خطر ډکي دپلوماسۍ کې د هغې له ډلې د اسرائیلو سره د اوربند د موافقې په خبرو کې اساسي ونډه لرله.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د مصر، قطر او امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اسرائیل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پاې ته رسیدلو او د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره په روانو خبرو کې په مرکچیانو کې شامل و.

ددې دمخه هنیه په ۲۰۰۶ کال کې په غزه کې د حماس د رهبر په توګه ټاکل شوی و. په دغه کال کې هغه د فلسطینانو د یو ائتلافي حکومت د صدراعظم په توګه د لنډې مودې لپاره هم کار کړی و، چې نیویارک ټایمز د راپور له مخې د فلسطیني ډلو ترمنځ چې وسله والې نښتې هم په کې شاملې وې د میاشتو میاشتو لپاره د ترینګلتیا وروسته دا حکومت منحل شو.

د حماس ددغه لوړ پوړي مشرمور او پلار دواړه فلسطینیان دي. هغه په ۱۹۶۲ کال کې د غزې په شمال کې د شاطي په نوم د فلسطیني کډوالو په یو کمپ کې زیږیدلی و.

د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس د اسماعیل هنیه مور او پلار په ۱۹۴۸ کال کې د اوسني اسرائیلو څخه له خپل کور څخه عسقلان ته کډه شوي وو. هنیه په هغو ښوونځیو کې چې د فلسطیني کډوالو ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو په کمپونو کې جوړ شوي و زده کړې کړې وې او د عربي ادبیاتو په څانګه کې د اسلامي پوهنتون څخه فارغ شوی و.

د بریتانوي ورځپاڼې ګارډین د راپور له مخې هنیه کله چې د غزې په پوهنتون کې په زده کړو بوخت و، یوې سیاسي ډلې سره چې د حماس مخکښه ډله وه یو ځای شو او په سیمه ییزو سیاستونو او اعتراضونو کې فعاله برخه لرله.

په دې راپور کې ویل شوي: "هغه په ۱۹۸۷ کال کې د حماس د تشکیل د فلسطین په لومړنۍ انتفاضیه کې د حماس سره یو ځای شو او د اسرائیل له خوا څو ځلې بندې شو."

نیویارک ټایمز ویلي چې هغه د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ څو ځلې د اسرائیل له خوا په زندان کې اچول شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG