د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په غزه او لبنان کې د جګړې د مخنيوي لپاره اسرائیل ته تللی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تل ابیب ته له رسېدو وروسته
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تل ابیب ته له رسېدو وروسته

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سه شنبې اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل ترڅو په غزه کې د اوربند د کېدو لپاره فشار زیات کړي.

متحده ایالاتو همدارنګه په لبنان کې د جګړې د "ژر تر ژره" پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

دا پر اسرائیل باندې د حماس د یو کال وړاندې برید راهیسې چې ورسره په غزه کې جګړه پیل شوه، منځني ختیځ ته د بلینکن یوولسم او تېره میاشت د اسرائیل او حزب الله د جګړې د پیل راهیسې لومړنی سفر دی.

بلینکن په داسې حال کې د نتنیاهو او نورو لوړ پوړو اسرائیلي چارواکو سره وګوري، چې اسرائیل د ایران د اکتوبر لومړۍ نیټې د توغندیو برید ته د غبرګون ښودلو په اړه غور کوي.

بل خوا په لبنان کې، اسرائیل د دغه هیواد پایتخت بیروت جنوب لور ته یوه سیمه په نښه کړې چې ددغه هېواد ترټولو لوی روغتیايي مرکز پکې دی. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې د فرانس پرس یو خبریال وویل، د رفیق حریري روغتون، چې د حزب الله له دودیزو مرکزونو څخه بهر موقعیت لري، په برید کې لږ زیان لیدلی او په شاوخوا کې یې څلور ودانۍ ویجاړې شوي دي.

په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او سیمې ته د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو هڅو او په لبنان کې د جګړې د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه د فرانسوي سیال امانویل مکرون ګډې غوښتنې تراوسه نتیجه نده ورکړې.

له بلینکن سره په سفر بوخت یو چارواکي وویل چې هغه به له اسرائیل وروسته، د چهارشنبې په ورځ اردن ته ولاړ شي او د غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسولو په اړه به خبرې وکړي.

بلینکن په پام کې لري چې د اسرائیل د مشرانو سره په ایران باندې د احتمالي برید په اړه هم خبرې وکړي او د هر هغه اقدام مخه ونیسي چې په سیمه کې د جګړې د پراختیا لامل کیږي.

امریکايي ځانګړي استازي اموس هاکستاین د دوشنبې په ورځ د لبناناني مقاماتو سره د خبرو وروسته وویل چې متحده ایالات غواړي د اسرائیل او حزب الله جګړه "ژر تر ژره" پای ته ورسیږي. واشنګټن همدارنګه د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې په پلې کېدو ټینګار کړی چې له مخې یې د حزب الله وسله وال باید د جنوبي لبنان څخه ووځي.

په لبنان کې د حزب الله او اسرائیل د جګړې د پیل راهیسې په تیره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۱۴۷۰ تنه وژل شوي دي.

د حزب الله هغې عمده غوښتنې ته په اشارې سره چې په لبنان کې هر راز اوربند یې په غزه کې د جګړې له پای ته رسولو سره تړلی بللی، هاکستاین وویل: "د لبنان راتلونکی په سیمه کې له نورو بحرانونو سره تړل د لبنان د خلکو په ګټه نده."

هاکستاین وویل چې د ملګرو ملتونو ۱۷۰۱ نمبر پریکړه لیک، چې له مخې یې په ۲۰۰۶ کې د اسرائیل او حزب الله جګړه پای ته ورسیدله، باید په لبنان کې د نوي اوربند اساس وي. ددغه پرېکړه لیک له مخې په جنوبي لبنان کې باید یوازې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواکونه او د لبنان پوځ ځای پر ځای وي.

د ملګرو ملتونونو ددغه پرېکړه لیک سره سره، د حزب الله وسله وال په جنوبي لبنان کې پاتې دي او د تیر کال په اکتوبر کې پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د برید په نتیجه کې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې یې په اسرائیل باندې د توغندیو بریدونه پیل کړي دي.

ددې راپور په چمتو کولو کې د اسوشیټډ پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG