د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګو کې کښتۍ ډوبه شوې، ۶۰ تنه مړه او لسګونه ورک دي 


په دغې پېښې کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورک دي
په دغې پېښې کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ورک دي

د کانګو په دموکراتیک جمهوریت کې چارواکي وايي د کانګو په سمندر کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له کبله ۶۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ورک دي.

د کانګو د بشري چارو وزیر سټیف امبېکای ویلي چې کښتۍ له حده زیات په مسافرو او مالونو بار شوې وه.

هغه وویل پر ټولو هغو کسانو باید بندیز ولګول شي چې د دغه کار مسول بلل کیږي.

نوموړي دا خبره هم کړې ده چې په سمندر کې د شپې ګزمې هم شاید د کښتۍ د چپه کېدو لامل وي.

ښاغلي امبېکای په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغه پېښه کې ۳۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

کښتۍ له مرکز کېنشاسا څخه امباندکا ته روانه وه چې ډوبه شوې ده.

د کانګو په دموکراتیک جمهوریت کې وخت ناوخت دا ډل بېړۍ چپه کېږي او ډوبېږي.

مسافر د ژغورنې واسکټونه نه اغوندې او د کښتۍ له چپه کېدو وروسته یې ژغورل ستونزمن شي.

XS
SM
MD
LG