د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان پر والي موټر بم برید؛ ۸ تنه وژل شوي ۳۶ ټپیان دي


د لغمان والي له دغه برید څخه روغ وتلی دی.
د لغمان والي له دغه برید څخه روغ وتلی دی.

نن دوشنبه اکتوبر۵ (تلې۱۴) سهار شااوخوا لس بجې د لغمان والي رحمت الله یارمل د موټرو په کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

ښاغلي یارمل تر پېښې وروسته له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې له برید څخه روغ وتلی دی.

پر نوموړي دغه موټر بم برید د لغمان مرکز مهترلام «سلطان غازي بابا» ښار ګوټي اړونده سیمه کې شوی دی.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزي امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې اته تنه وژلي او ۳۶ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په وژل شویو کسانو کې څلور ملکي او څلور د والي ساتونکي دي.

د ښاغلي دولتزي په وینا په ټپیانو کې دوه تنه د والي ساتونکي او پاتې ملکي وګړي دي.

هغه وویل چې د ځينو ټپیانو روغتیايي حالت خراب دی چې په وینا یې کېدای شي د مړو شمېر هم زیات شي.

د لغمان د روغتیا رئیس ډاکټر صمد علي بیا امریکا غږ ته وویل چې روغتون ته اوه جسدونه او ۲۸ زخمیان وړل شوي دي چې ډېر یې عام خلک دي او د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې شنبې په ورځ د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم موټر بم برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ووژل او څه باندې ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

تر دا مهاله د دغو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG