د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې چاودنو دوه ماشومان وژلي نهه تنه ټپیان دي


په مزارشریف ښار کې د نننیو چاودنو انځور
په مزارشریف ښار کې د نننیو چاودنو انځور

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د مزارشریف ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د دوو پر له پسې چاودنو له امله دوه ماشومان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه چاودنې نن سهار د یو سیمه ییز قوماندان د کور ومخته د ځای پر ځای شوو ماینونو له امله رامنځته شوي دي.

عادل زیاته کړه، چې په دې اړه د دوی څېړنې پیل شوي دي.

بلخوا عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دغه چاودنې د دې ولایت د بلخ د ولسوال ګلباز خان د کور ومخته شوي دي.

په بلخ کې د ابو علي سینا بلخي روغتون یو نوکریوال ډاکټر شفیق شایق امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د پېښې له ځایه دوی ته دوه مړي او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی

XS
SM
MD
LG