د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې چاودنه؛ د پوهنتون د استاد په ګډون دوه تنه وژل شوي


د کابل پوهنتون د شرعیاتو استاد مولوي مبشر مسلمیار او یو بل تن چې د مقاماتو په وینا د مسلمیار شاګرد و، د ماین د چاودنې په نتیجه کې چې په موټر کې یې ځای پر ځای شوی وژل شوي دي.

دغه چاودنه د فبرورۍ په ۱۸ (سلواغې ۳۰) د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې پوهنتون ته نژدې د کابل ښار د دریېمې ناحیې په مربوطاتو کې شوې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه پیښه "تروریستي برید" ګڼلی او غندلی یې ده.

د ارګ په اعلامیه کې د جمهور رئیس غني له قوله ویل شوي چې: "په افغانستان کې د جګړې، ترور، چاودنو او ځانمرګو (بریدونو) د نه مشروعیت په اړه د اسلامي نړۍ د علماو د اجماع سر بیره وحشي تروریستانو پدې وروستیو کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړی او نن یې د اسلامي علومو یو تکړه استاد د خپل شاګرد سره یوځای شهیدان کړل، چې دغه کار یې د دیني ارزښتونو خلاف او بشري جنایت دی."

د کابل پوهنتون هم په خپلې فیسبوک پاڼه په یو پیغام کې د ښاغلي مسلمیار وژنه "علمي ټولنې او د لوړو زده کړو منسوبینو ته یوه ستره ضایعه" ګڼلې ده.

د کابل ښار په دې وروستیو اونیو کې د هدفي بریدونو، لکه د امنیتي ځواکونو، دولتي کارکوونکو، مدني ټولنې د فعالینو، خبریالانو او قاضیانو پر موټرو باندې د مقناطیسي ماینونو د نښلولو ګڼو پيښو شاهد و.

ددغو بریدونو مسولیت هیڅ یوې ډلې ندی منلی، خو د افغانستان حکومت ددغو بریدونو پړه پر طالبانو اچولې ده او ادعا یې کړې چې دغه ډله د خلکو ترمنځ د ویرې او ډار د خپرولو لپاره دا ډول کارونه کوي.

پدې ترڅ کې د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس ته په یو رپوټ کې ویلي چې د دفاعي استخباراتو اطلاعاتو ښودلي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې په مذاکراتو کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره په ټول هیواد کې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG