د لاس رسي وړ اتصالات

بوریل: اسرائیل چې د نفرت کوم زړي کري، نسلونه به ادامه لري 


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د تګلارې مشر جوزیپ بوریل وايي هاغسې چې اسرائیل په غزې کې د حماس په ضد جګړه کوي، د «نسلونو لپاره د نفرت زړي» کري.

بوریل د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) خبریالانو ته وویل: «پوهېږو چې حماس څه دی او څه یې وکړل او موږ هغه په کلکه وغندل او رد مو کړل، خو سوله او ثبات یوازې د پوځي وسایلو او د دا ډول وسائیلو د کارولو له لارې نه شي راتلای.»

په همدې حال کې به نن د اروپاي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اسرائیل، فلسطین، مصر، سعودي عربستان او ادرن د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وویني او د غزې د جګړې او ولسي خلکو د وضعیت په اړه ورسره خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د اسرائیل او فلسطین له مقاماتو سره جلا جلا ملاقاتونه هم کوي. بوریل د لویدیځ د هغو چارواکو په ډله کې دی چې په غزې کې یې ولسي تلفات غندلي دي.

د حماس تر کنترول لاندې غزه کې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ولسي تلفاتو شمېر څه باندې ۲۵۰۰۰ ته رسېدلی چې ۷۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

د اروپايي ټولنې دغه مقام وویل د غزې وضعیت «چې سلګونه زره خلک په کې بې سرپناه، له خوړو او درملو پرته تر بمونو لاندې» اوسېږي او هره ورځ ډېر ولسي خلک په کې وژل کېږي، په الفاظو نه شي بیان کېدای.

اسرائیل وايي چې حماس د ولسي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي او په قصدي ډول د استوګنې په سیمو کې فعالیت کوي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول. اسرائیل له دغو بریدونو وروسته په غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG