د لاس رسي وړ اتصالات

تازه څېړنې د سینې د سرطان د مخنیوي ګټور درمل موندلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د روغتیا کارپوهان وايي د سینې سرطان حتی که پر وخت یې تشخیص او درملنه هم وشي، د بیا راپیدا کېدو امکان لري او د ناروغانو ژوند ګواښي.

خو تازه څېړنې موندلې چې په سویس کې د نوارټیس درمل جوړولو د شرکت له خوا جوړ شوي درمل د سینې په سرطان د بیا اخته کېدو خطر تر ۲۵ سلنې کموي او ناروغانو ته د ژوند کولو هیله وربخښي.

دا درمل د هغو ناروغانو سره مرسته کوي چې په سرطان اخته شوي او په ابتدایي مراحلو کې یې درملنه شوې وي.

ددې درملو د کلینیکي ازموینې پایلې د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) د امریکا د کلینیکي انکولوژي ټولنې (ASCO) په کلنۍ غونډې کې وړاندې شوې.

ددې ټولنې کارپوهې ریتا نندا، د ریبوسکلیب (ribociclib) په نوم د درملو په اړه، چې د "مالیکولي هدفي درملنې" دپاره د درملو یوه نوې بڼه ده، "کلینیکي ازموینې د درملنې په برخه کې مهم پرمختګ" بللی دی.

د نړۍ په کچه دوه میلیونه د سینې په سرطان اخته تازه تشخیص شوي ناروغان ددې ناروغۍ د لومړي او دریم پړاو تر منځ ښودل شوي دي.

د کالیفورنیا پوهنتون د سرطان ناروغۍ د څېړنو مرکز لیکوال ډینس سلیمون رسنیو ته وویل: "د دې ناروغانو د درملنې اوسنی معیار جراحي او ورپسې کیموتراپي ... یا ریډیشن دی چې وروسته ناروغ ته له پنځو تر لسو کلونو پورې د هورمونونو د مخنیوي په هدف د انډروکرین تیراپي ورکول کیږي."

خو په اوسط ډول په دریمه برخه د لومړۍ مرحلې ناروغانو کې سرطان بیا پیدا کیږي او په دریمه مرحله کې په ناروغۍ د بیا اخته کېدو کچه ۵۰ سلنه ده، چې زیاتره وخت لسګونه کلونه وروسته ناروغ بیا په سرطان اخته کیږي.

د سینې سرطان د ملي ایتلاف رئیس فرانس ویسکو چې د وروستۍ ازموینې د کمیټې غړی دی، وايي: "د سینې سرطان د ابتدايي تشخیص وروسته، ناروغان ددې تلپاتې اندیښنې سره ژوند کوي چې بیا به په سرطان اخته شي."

په دغه کلینیکي ازموینه کې د (HR+) او (HER2) ډولونو سرطان د دوهمې او دریمې مرحلې ۵۱۰۰ ناروغانو برخه اخیستې. په امریکا کې د سینې سرطان نږدې ۷۰ سلنه ناروغان د سرطان په دغو دوو فرعي ډولونو اخته شوي دي.

ددې شمېر نیمایي ناروغانو ته د ریبوسکلیب درمل ورکړل شوي چې په بازار کې د (Kisqali) برانډ په نوم پلورل کیږي، او د نیمايي نورو ناروغانو هورمون تیراپي شوې ده. ټاکل شوې وه چې د ازموینې په نیت دا درملنه د دریو کلونو دپاره دوام وکړي.

خو ازموینه ددې دپاره ژر ودرول شوه چې د درملنې ددغو دوو ډولونو د اغیزو ترمنځ د پام وړ توپیر څرګند شو، او څېړونکو په اخلاقي لحاظ لازمه ونه ګڼله چې د هورمون تیراپۍ لاندې ناروغان د درملنې د دوهم اغېزناک ډول څخه بې برخې پاتې شي.

په مجموع کې ، د ریبوسکلیب ګروپ کې ۷.۴ سلنه ناروغانو او د هورمون تیراپۍ ۹.۲ سلنې ناروغانو د ناروغۍ تکرار تجربه کړی، پدې معنی چې د ریبوسکلیب استعمال په سرطان د دوباره اخته کېدو خطر ۲۵ سلنه کم کموي.

څیړنې همدارنګه ښودلې چې دغه درمل په مجموع کې د سینې د سرطان مقابل کې د ناروغ د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي.

XS
SM
MD
LG