د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان ناروغۍ د نړیوالې ورځې پرمهال د سینې سرطان په وړاندې چې له امله یې ګڼ شمیر میرمنې ژوند له لاسه ورکوي، د ډیرو اقداماتو غوښتنه وکړه.
هر کال څه باندې ۲.۳ میلیونه میرمنې د سینې سرطان په ناروغۍ تشخیص کیږي او کابو ۷۰۰ زره یې د همدې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي. په هغو هیوادونو کې د سینې سرطان میړینې زیاتې دي چې اقتصاد یې کمزوری دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د ساري ناروغیو د برخې مشرې بنټه میکلسن په دې اړه وویل:" په ډیرو لږ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې د سینې سرطان له امله د ژوندې پاتې کیدو احتمال پنځوس سلنه او یا هم تر هغه کم دی."
خو میکلسن زیاته کړه په لوړ اقتصاد لرونکو هیوادونو کې چې له ناروغانو ښه پالنه کیږي، ددغې ناروغۍ د مریضانو د ښه کیدو چانس تر ۹۰ سلنه دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان ددغه چارواکي په وینا، په بیوزلو هیوادونو کې ډیری کسان اړ کیږي چې خپل ملکیتونه وپلوري څو د درملنې لپاره پيسې ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړه، میرمنې تل د سینې سرطان د ټولنیز ننګ له امله، په ډیری مواردو کې په موقع ددغې ناروغۍ له تداوي څخه ډډه کوي.
میکلسن زیاته کړه:" هغه میرمن چې د نژادي او قومي نابرابریو په وړاندې مخ کیږي، په ټیټ کیفیت درملنه ترلاسه کوي او مجبوریږي چې تداوي پریږدي."
د روغتیا د نړیوال سازمانا د شمیر له مخې، څه باندې ۲۰ لوړو عاید لرونکو هیوادونو د ۱۹۹۰ میلادي کال راپدیخوا د سینې سرطان د ناروغۍ له امله مړینې کمې کړي دي.
ددغو شمیرو له مخې، د شمالي ارمیکا په هیوادونو کې د میرمنو لپاره د ژوند دوام پنځه کاله او په اروپا کې ۹۵ سلنه دی په داسې حال کې چې دا شمیر په ترتیب په هند کې ۶۶ سلنه او په جنوبي افریقا کې ۴۰ سلنه دی.
میکلسن زیاتوي، که د ډیر عاید لرونکو او کم عاید لرونکو هیوادونو ترمنځ نابرابرۍ کمې شي، په راتلونکو دوو لسیزو کې د سینې په سرطان د اخته ۲.۵ میلیونه کسانو د ژغورنې امکان شته.
د سرطان د متخصصینو په وینا، که د سینې سرطان په وخت تشخیص او تداوي نشي، دا ناوړه ناروغي به ډیر ژر په مرض اخته کس ووژني.