د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو لومړنۍ نتیجې: ٢٨٪ گټونکې ښځې دي


د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړی استازی تدامیچي یاماموتو، ویلي چې د مقدماتي نتیجو له مخې د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې ٢٨ فیصده څوکۍ ښځو گټلې دي.

د افغانستان د ولسي جرگې انتخابات د ٢٠١٨ کال د اکتوبر په ٢٠ د افغانستان په ٣٣ ولایتونو کې وشول او تر اوسه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ٢٩ ولایتونو پایلې اعلان کړې دي.

ددغو ٢٩ ولایتونو د ولسي جرگې د ١٦٩ چوکیو له جملې ښځو ۴٨ څوکۍ گټلې دي.

تدامیچي یاماموتو چې د دوشنبې په ورځ قوس ٢٦ (دسمبر ١٧) یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په هکله خبرې کولې په انتخاباتو کې یې د خلکو گډون وستایه.

خو ددې سره سره د ښاغلي یاماموتو په ونیا د افغانستان وروستنیو انتخاباتو نیمگړتیا او د مدیریت ضعف هم درلود چې د هغه په وینا تکرار یې د ١٣٩٨ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د منلو وړ ندی.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي د افغانستان انتخاباتي بنسټونه دې ته وهڅول ترڅو هغو ستونزو ته چې تجربه شوې سره اوس نه لازم اصلاحاتي تدابیر ونیسي.

XS
SM
MD
LG