د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د ولسمشرۍ انتخابات به پر خپل ټاکلې نېټه تر سره شي


افغان حکومت د ولسمشرۍ انتخاباتو ځنډېډو په اړه په یو شمېر سیمه ییزو رسنیو کې کې د خپرو شوو راپورونو په غبرګون کې وايي چې دغه انتخابات به پر خپل ټاکل شوې نېټه تر سره شي.

رسنیو ته د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه لېږل شوي غږیز کلیپ کې ویلي چې حکومت د انتخاباتو کمېسیون لخوا پر ټاکل شوې نیټې د انتخاباتو تر سره کولو ته لازم چمتووالی لري.

نوموړي ویلي چې حکومت پر خپلې ټاکل شوې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو غوښتونکی دی.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

ښاغلي‌ چخانسوري ویلي: "حکومت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته پوره احترام لري، او د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه چې د کمېسیون لخوا ۱۳۹۸ کال حمل میاشتې ۳۱مه ښوول شوې حکومت یې تر سره کولو ته لازم چمتووالی لري..."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د وري/ حمل میاشتې ۳۱مه نېټه د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کېدو په توګه ټاکلې ده.

یو شمېر سیمه ییزو رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات له خپلې ټاکل شوې نېټې څخه یعنې د حمل له ۳۱ مې څخه د چنګاښ/ سرطان میاشتې ۲۲مې نېټې ته ځنډېدلي دي.

پر همدې مهال د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دفتر رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې هم د ولسمشرۍ انتخاباتو ځنډېډل رد کړي دي.

بیان وايي، چې عبدالله عبدالله نن په سپیدار ماڼۍ کې له یو شمېر افغان چارواکو سره لیدنه کې ویلي چې د انتخاباتو ځنډېدل د خلکو په ګټه نه دي او زیاته کړې ده چې د انتخاباتو له تر سره کېدو پرته بله لار نشته.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې مخکې هم د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغه راپور په اړه چې ویلي و امریکا له افغان حکومت څخه د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډېدو پر غوښتنې غور کوي وویل چې دغه انتخابات به پر خپل ټاکلي وخت تر سره شي.

XS
SM
MD
LG