د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې، جرمني او فرانسې په ایران د نوي بندیزونو لگولو وړاندیز کړی


د اروپا دریو قدرتمندو هیوادونو برتانیې جرمني او فرانسې واندیز کړیدی چې په ایران دې د هغه ملک د بالیستک توغندیو د پروگرام د مخنیوې لپاره نوي بندیزونه ولگول شي.

د دغې نوي وړاندیز هدف دا دی چې واشنگټن د ایران سره د اتومي وسلو په سر شوې موافقه پر خپل ځای پاتې کړي.

د دغو دریو ملکونو اسناد چې رویټرز لیدلي دي، د اروپایي اتحاد د غړي ملکونو پلازمینې ته د جمعې په ورځ لیږل شویدي. دغه اسناد وایي چې دوي به د ټولو اروپایي هیوادونو ملاتړ ته ضرورت ولري.

د برتانیې، جرمني او فرانسې دغه وړاندیز د اروپا د هغو کوښښونه برخه ده چې غواړي د ایران سره د اتومي وسلو د مخنیوي لپاره لاسلیک شوي موافقه خوندي کړي.

د امریکا او اروپا قدرمندو هیوادونو د ایران سره دغه تړون په ٢٠١٥ کال کې لاسلیک کړی و.

د اورپا د قدvتمندو هیوادونو هدف د امریکا ولسمشر ټرمپ ته دا هم ښودل دي چې د ایران د اتومي وسلو مخه په نورو لارو هم نیول کیدی شي.

ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توگه دغه تړون د شرم وړ تړون بللی دی.

یو اروپایي دپلومات رویټرز ته ویلي چې د اروپایي اتحاد د بهرنو چارو وزیران به په دغه وړاندیز د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو شاته خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG