د لاس رسي وړ اتصالات

بلغاريا د ۱۸ افغان کډوالو د مړینې په تړاو اوه کسان نیولي


د هغه لارې تصویر چې افغان پناه غوښتونکي یې لیږدول
د هغه لارې تصویر چې افغان پناه غوښتونکي یې لیږدول

بلغاریایي مقاماتو ویلي یوه ورځ وروسته له هغه چې د ۱۸ افغانانو جسدونه له پلازمینې صوفیا څخه بهر په یوه لارۍ کې وموندل شول، د هغه هیواد پولیسو د پیښې په تړاو اوه تنه نیولي دي.

دا په بلغاریا کې د انسان د قاچاق یوه له خونړیو پیښو څخه شمیرل کیږي. د بالکان دغه هیواد د خپلو پولو په اوږدو کې د ناقانونه تګ راتګ له زیاتوالي سره مخامخ دی.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه لارۍ ۵۲ کسان لېږدول چې د لرګیو تر تختو لاندې یې پټ کړي وو او ۱۸ تنو یې د ساه بندۍ له امله ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانانو دغه ډله له ترکیې څخه د بلغاریا له لارې د لویدیځې اروپا په لوړر روان وو.

څلور بلغاریایان په پیښه کې د لاس لرلو په شک توقیف شوي، او نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸ درې تنه نور تازه ونیول شول.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي د فرانس پرس اژانس ته ویلي "تائیدوي چې اوه کسان نیول شوي دي." او یو بل چارواکي ویلي چې د قاچاقبرانو د ډلې مشر هم پدغو نیول شویو کسانو کې دی او په وینا یې هغه دمخه هم د انسانانو د قاچاق کولو په تور پنځه میاشتې بند تیر کړی دی.

د جمعې په ورځ ۳۴ ژغورل شوي کسان روغتون ته وړل شوي وو. د بلغاریا په پلازمینه صوفیا کې د پیروګوف د ایمرجنسي روغتون د یو لوړ پوړي ډاکټر سپااسکوف په وینا، ځینې یې د کاربن مونو اکساید په واسطه د زهري کیدو په وجه تر درملنې لاندې دي چې د موټر په پنځای کې یې دغه ګازونه تنفس کړي دي.

هغه د نووا خصوصي ټلویزیون ته وویل، "هغه اکسیجن چې دوی ترلاسه کاوه خورا محدود و او دوی اوبه نه درلودې، له همدې امله دوی سخت ډیهایډرډ شوي دي. دوی د څو ورځو راهیسې خواړه هم نه دي خوړلي."

د اروپايي اتحادیې غړی هیواد بلغاریا، چې اروپایي ټولنې ته د ننوتلو د دروازې په توګه کارول کیږي، د خپل امنیت د ټینګولو هڅه کوي چې د پولې څخه یې د مخ په ډیریدونکو کسانو د تیریدو مخه ونیسي.

دغه هیواد د خپل ۲۳۴ کیلومتره پولې کنترول ګړندی کړی چې اغزن تار پرې لګول شوی دی، او د پولې زیاته برخه یې له ترکیې سره ده.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت شمیرې ښیې چې سرحدي پولیسو په ۲۰۲۲ کې د سرحد څخه د تیریدو ۱۶۴زره "غیر منظمې" هڅې شنډې کړې؛ دا غیر قانوني هڅې په ۲۰۲۱ کې ۵۵ زره وې.

په همدې خاطر اتریش او هالنډ د شینګین په نامه د اروپایي ټولنې ترمنځ د پولې په ازاد زون کې د بلغاریا د شاملیدو لپاره د صوفیا غوښتنه بنده کړې ده.

صوفیا له اروپايي اتحادیې څخه د دوه میلیارد یورو غوښتنه کړې ترڅو د پولې کنترول پیاوړی او څارنه بهتره کړي، خو بروکسل تر دې دمه ددغو پیسو له ورکولو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG