د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو اړوند کسانو تخار کې یو ښوونځی سوځولی ـ چارواکي


د تخار امنیتي چارواکي وايي، په وسله والو طالبانو پوري اړوند کسانو د یاد ولایت په مرکز تالقان کې یو ښوونځی سوځولی دی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن چهارشنبه جولای ۱۵(چنګاښ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ډلې اړوند وسله والو پرون ناوخته له افغان ځواکونو سره تر نښتې وروسته د «شهید عبدالطیف» په نوم ښوونځی سوځولی دی.

د ښاغلي اسیر په وینا دغه ښوونځی د تخار ښار په څنډو کې موقعیت لري.

نوموړي زیاته کړه:"تیره ورځ مازدیګر په قول برس سیمه کې له افغان سرتیرو سره تر نښته وروسته څو تنو وسله والو طالبانو د شهید عبدالطیف په نوم ښوونځی سوځولی دی."

هغه وویل چې تر دې مخکې وسله والو طالبانو له دغه ښوونځي څخه د پوځې مرکز په توګه استفاده کول.

اسیر وویل چې په دغه پېښه کې د ښوونځي ودانۍ، لابراتوار او ځینې نور لوازم هم سوځېدلي دي.

د تخار د چارواکو په وینا په دغه ښوونځي کې په دوو وختونو کې شااوخوا ۱۰۰۰ تنو نجونو او هلکانو زده کړې کولې.

دا په تیرو شپږو میاشتو کې په تخار ولایت کې دوهم ښوونځی دی چې سوځول کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG