د لاس رسي وړ اتصالات

کالیفورنیا کې د باران او واورې ورېدو له کبله خلکو ته خبرداری ورکړل شوی


کالیفورنیا کې د شدید باران او شدیدې واورې وړاندوینه شوې
کالیفورنیا کې د شدید باران او شدیدې واورې وړاندوینه شوې

د متحدو ایالتونو د هوا پېژندنې ادارې د کالیفورنیا په ځینو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د واورو او باران یوې بلې زورورې څپې ته چمتو واوسي.

په دغې خبرداري کې چې نن دوشنبه جنوري نهمه (مرغومې۱۹) خپور شوی ویل شوي چې مرطوبې هوا او بادونو د موسم وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د وړاندوینو په اساس،‌ ممکن د کالیفورنیا په ځینو مرکزي سیمو کې د اوو او ۱۳ سانتي متره پورې واوره شي او د سه شنبې په ورځ به د دغه ایالت په جنوبي برخې کې هم بارانونه وشي.

هوا پېژندونکي وايي چې د شدیدو بارانونو له کبله به د سمندر د اوبو سطحه لوړه شي او سیلابونه به راووځي.

د متحدو ایالتونو د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې ده چې د کالیفورنیا په ځینو غرنیو سیمو کې، چې د نویدا او اوریګان له ایالتونو سره نژدې دي، ممکن د چهارشنبې تر ورځې تر دوو میترو پورې واوره و ورېږي.

د دغو سیمو خلکو ته ویل شوي دي چې د باران او واورو له کبله به تګ راتګ ستونزمن وي او د واورې ښوویدو خطرونه هم شته.

XS
SM
MD
LG