د لاس رسي وړ اتصالات

فعالین له استرالیا غواړي چې په افغانستان کې خپل ترجمانان وژغوري


د افغانستان په هلمند ولایت کې د ارمادیلو پوځي کمپ
د افغانستان په هلمند ولایت کې د ارمادیلو پوځي کمپ

په افغانستان کې د استرالیا یو پخوانی سرتیری او نور فعالین له حکومت څخه غواړي چې هغه افغانان سمدستي له افغانستان څخه وباسي چې د استرالیایي ځواکونو سره یې کار کړی.

دغو فعالینو په روانه اونۍ کې په یو لست کې د نهو افغانانو نومونه خپاره کړل چې د افغانستان د جګړې په ترڅ کې یې د استرالیایي ځواکونو سره کار کړی او ادعا کیږي چې طالبانو د «خاینینو» په نوم د غچ اخیستنې په بریدونو کې وژلي دي.

دا کار پداسې حال کې شوی چې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغو افغانانو نه به غچ وانخلي چې په افغانستان کې یې د بهرنیانو سره کار کړی دی.

استرالیایي فعالینو ویلي چې ترجمانانو د شخړې په ترڅ کې مهم رول لوبولی او زیاته کړې یې ده چې شاوخوا ۱۰۰۰ افغانان د استرالیا ویزې ته انتظار باسي، خو دغه پروسه ډیره اوږده ده.

استرالیایي سرتیري ستوارت مککارتي چې دوه ځلې افغانستان ته د خدمت لپاره استول شوی د پخوانیو افغان ژباړونکو او نورو کارکوونکو مدافع وکیل دی. هغه وایي پدې باور دی چې په کابل کې د استرالیا د سفارت د تیرې میاشتې تړلو د ژباړونکو لپآره شرایط نور هم ستونزمن کړي چې له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي مککارتي د استرالیا خبري شبکې ته ویلي چې د دغو افغانانو د ژغورنې ماموریت باید پرته له ځنډه ترسره شي: «...زما په اند که مونږ دغه ډول تصمیمونه نن او سبا ونه نیسو په واقعیت کې مونږ اجازه ورکوو چې دغه ملکيان [افغانان] د طالبانو په واسطه ووژل شي.» هغه زیاتوي چې پدې صورت کې به «زمونږ د خپل حکومت، زمونږ د صدراعظم لاسونه په وینو سره وي.»

د استرالیا په کنبیرا کې د بهرنیو چارو لوړپوړي چارواکي دا تائیدوي چې هغه محلي کارکونکي چې په افغانستان کې یې د استرالیا له پوځ سره کار کړی په خطر کې دي.

د استرالیا د مهاجرت د چارو وزیر الکس هاک هڅه کړې چې افغان ژباړونکو ته چې د ژغورنې لپاره ویزو ته په تمه دي ډاډ ورکړي چې «په بشري پروګرام کې په لوړه کچه دې کار ته لومړیتوب» ورکول کیږي.

ښاغلی هاک وایي د اپریل راهیسې ۱۸۰ ویزې ورکړل شوی، خو هغه «د عملیالتي او امنیتي دلیلونو په وجه» دا په ډاګه نکړه چې څومره نور درخواستونه تر کار لاندې دي.

د استرالیا په سنا کې ناپیلې سناتورې جګوي لمبي د سنا مجلس ته ویلي چې دا «په بشپړه توګه د شرم وړ دي» چې ژباړونکي ونه ژغورل شي. هغې زیاته کړې چې: نړۍ مونږ ته ګوري چې مونږ خپلو ملګرو سره څه کوو.»

په دوو وروستیو لسیزو کې استرالیا د امریکا په مشرۍ د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ۳۹ زره پوځیان افغانستان ته استولي او همدا اوس ۸۰ استرالیایي پوځیان په افغانستان کې میشت دي.

په ۲۰۰۹ کې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د شتون په اوج کې ۱۵۵۰ سرتیري موجود وو چې تر ډیره یې د هلمند ولایت په ګډون په جنوب کې دنده تر سره کوله، خو څرګنده نده چې پدغو دوو لسیزو کې څومره افغانانو د استرالیایي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه او په نورو برخو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG