د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له متحده عربي اماراتو څخه ۱۹۲ نور افغان کډوال انتقال کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

کاناډايي چارواکو دغه هیواد ته د افغان کډوالو د انتقال د بهیر د دوام په لړ کې له متحده عربي اماراتو څخه د ۱۹۲ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی او ویلي دي، چې د روان کال تر پایه به په کاناډا کې د میشتو افغانانو شمیر ۴۰ زرو ته ورسیږي.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکوونې او اوسیدنې د چارو وزیر شان فریزر د جمعې د ورځې ناوخته د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا شمیر افغانان تیره ورځ د متحده عربي اماراتو څخه د کاناډا هاليفکس هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

شان فریزر دغو افغان کډوالو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې لیکلي چې: "...زمونږ د شریک متحده عربي اماراتو څخه د مرستې له امله مننه، چې په ترڅ کې یې دا کار تر سره شو. مونږ به د ۲۰۲۳ کال تر پایه لږ ترلږه ۴۰ زره افغان کډوالو ته د هرکلي په اړه خپلو ژمنو پوره کولو ته دوام ورکړو".

کاناډايي چارواکو د مۍ ۲۷ (جوزا شپږم) ویلي و، چې له متحده عربي اماراتو څخه دغه هیواد ته به ۱۰۰۰ افغان کډوال انتقال شي.

دمخه شان فریزر ویلي و، چې د کاناډا د بشردوستانه بیا میشت کیدو پروګرام کې زیاته پاملرنه ښځینه رهبرانو، بشري حقونو ملاتړو، مذهبي اقلیتونو، خبریالانو او نورو هغو افغانانو ته، چې د ګواښونو سره مخ دي کیږي.

ددغه کاناډايي چارواکي د وینا له مخې کاناډا د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوالو ته د پناه ورکولو او په دغه هیواد کې د ځای پرځای کولو باندې کار کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشتې کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، کاناډا ته انتقال کړي. کاناډا تر اوسه ۳۶ زره څخه زیات افغان پناه غوښتونکي دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د مهاجرت، کډوالۍ او تابعیت ادارې یو ویاند درې مې، د تیرې میاشتې په لومړیو کې امریکا غږ ته وویل: "کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلکه ولاړ ه ده."

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشته شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

په ورته وخت کې، په کاناډا کې د بیا میشتیدنې لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لاهم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي

د بیا میشتیدنې پروګرام د افغانستان او دریم هېواد څخه د چارټر شوي او سوداګریزو الوتنو له لارې ترسره کیږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ څخه تر ۳۰ پورې یوازې امریکا نږدې ۱۲۴ زره افغانان ددغه هېواد څخه بهر ته انتقال کړي دي. خو اوس هم افغان کډوال په پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ځینو نورو هیوادونو لویدیځو هیوادونو ته د اتقال لپاره شیبې شماري.

د کاناډا د مهاجرت ادارې ویلي، چې دغه هیواد ته د ټولو هغو افغانانو د انتقال په اړه غور کوي، چې د کاناډا هیواد سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

څه موده وړاندې کاناډايي چارواکو اعلان کړی و، چې د افغانستان یو شمېر پخوانۍ قاضیانې، چې د افغانستان څخه د تخلیې د بهیر په پیل کې د خپلو کورنیو سره په یونان کې د یو ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، هم په دغه هیواد کې مني.

XS
SM
MD
LG