د لاس رسي وړ اتصالات

د تخلیې د بهیر دوام؛ کاناډا هغه هیواد ته د سلګونو نورو افغانانو د انتقال خبر ورکړ


د کاناډا حکومت د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې (IRCC) د افغان کډوالو د تخلیې بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې تیره ورځ یې ۳۴۵ افغان کډوال هغه هیواد ته انتقال کړي دي.

دغه ادارې ویلي چې دغه افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري دریمه) کاناډا ته رسېدلي او ټاکل شوې هغوی د دغه هیواد په ۳۰ بېلابیلو ټولنو له هغه جملې اتاوا او ټورنټو ښارونو کې ځای پر ځای شي.

یاد هیواد چې دغه افغان کډوال یې له کوم هیواد څخه انتقال کړي دي، پدې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو په تیرو شاوخوا ۱۹ میاشتو کې زیات شمېر افغان کډوال له پاکستان او تاجیکستان څخه هغه هیواد ته انتقال شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې همدارنګه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د افغان کډوال د تخلیې د بهیر له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې څه باندې ۲۹زره افغانان هغه هیواد ته انتقال کړي دي.

د دغه هیواد حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵ زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخامخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د یاد هیواد د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی د انتقال بهیر ارزوي.

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې یا (IRCC) تیره پنجشنبه نومبر لسمه (لړم ۱۹) له تاجیکستان څخه هم د ۳۴۷ افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG