د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات ښار کې موټر بم چاودنې ۸ کسان وژلي ۵۴ نور ټپیان دي


د هرات والي وايي ملکي خلکو ته ګڼ ځاني زیانونه هم رسېدلي دي.
د هرات والي وايي ملکي خلکو ته ګڼ ځاني زیانونه هم رسېدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په هرات ښار کې موټر بم چاودنې اته کسان وژلي او ۵۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي دغه موټر بم چاودنه تیره شپه شااوخوا ۱۰ بجې په هرات ښار کې څوارلسمې امنیتي حوزې ته نژې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې د یوه پولس په ګډون درې ماشومان او دوې ښځې شاملې دي او په ټپیانو کې ۷ تنه پولیس شامل دي.

د هرات والي سید وحید قتالي هم خبریالانو ته ویلي چې دغه چاودنه له چاودېدونکو موادو څخه ډک فلانکوچ موټر په واسطه د «ګنج» په نوم د پولیسو پوستې مخته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موټر بم چاودنه کې ملکي وګړو ته د ځاني زیان ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم رسېدلي دي.

ولسمشر غني په هرات ښار کې د تیرې شپې موټر بم چاودنه غندلې او زیاته کړې ده چې طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره وښودل چې د جګړې د پای ته رسېدو اراده نه لري.

د ارګ په اعلامیې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: "طالبانو د ولسونو پر ضد د خپلې نامشروع جګړې او تاوتریخوالي په دوام یو وار بیا وښوده چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي ډول د روان ناورین د حل وړتیا او د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې وضعیت لا پېچلی او د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي."

طالبان وايي برید هغوی نه دی کړی.

په هرات ښار کې دغه موټر بم چاودنه پر داسې مهال کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG