د لاس رسي وړ اتصالات

وردګو کې د افغان پوځ مرکز ته نژدې موټر بمب برید شوی


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ ولایت کې د افغان ځواکونو یوه مرکز ته نژدې د موټر بم چاودنې خبر ورکړ.

د چارواکو په وینا دغه موټر بم چاودنه نن جمعه مارچ ۱۲(کب ۲۲) سهار وختي د میدان وردګ ولایت د مرکز سیاه سنګ سیمې په څنډو کې د یاد ولایت د ځانګړو ځواکونو د یوه مرکز مخې ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین خبریالانو ته ویلي، دوو ځانمرګو غوښتل چې تر چاودنې وروسته امنیتي مرکز ته داخل شي، خو افغان ځواکونه ووژل.

د ارین په وینا په دغه موټر بم چاودنه کې یو افغان امنیتي سرتیری ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د پېښې په اړه بشپړه جزئیات به وروسته له رسنیو سرره شریک شي.

د میدان وردګ سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې په یاده موټر بم چاودنه کې یو سرتیری ټپي شوی دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه غړي محمد سردار بختیاري امریکا غږ ته وویل چې په دغه موټر بم چاودنه کې ملکي وګړو ته د سر او مال زیان نه دی رسېدلی.

تر دا مهاله د دغه موټر بم چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د میدان وردګ سیمه ییز چارواکي یې مسؤلیت پر طالبانو ور اچوي.

میدان وردګ د کابل له ګاونډیو ولایتونو څخه دی چې د چارواکو په وینا په ځینو برخو کې طالبان پراخ حضور لري.

XS
SM
MD
LG