د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې موټر بم چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۶ ټپيان دي


د غزني امنیتي چارواکي وايي، د غزني ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د موټر بم ځانمرګي برید له امله دوه پولیس او یو ماشوم وژل شوي او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن چهارشنبه تر ماسپښین وروسته شااوخوا دوې بجې د غزني ښار اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ملي اردو د دریم کنډک مخې ته رامنځته شوې ده.

د غزني د امنیې قوماندانۍ د امنیت امیر رمضان علي محسني امریکا غږ ته وویل، یو ځانمرکی کس چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک هاموي ټانک غزني ښار ته داخل کړي د پولیسو لخوا تر پيژندل کېدو وروسته چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس او یو ماشوم وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یاد موټر په چاودنه کې څلور ځانمرګي بریدګر هم له منځه وړل شوي دي.

هغه ویلي:"له نېکه مرغه د غزني ښار د څلورمې حوزې پولیسو موټر پېژندلی او مخه یې نیولې، چې په ترڅ کې یې څلور ځانمرګي بریدګر وژلي او موټر یې په بشپړ ډول له منځه تللی دی."

خو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر داد محمد همت بیا امریکا غږ ته وویل، چې د دغه پېښې له ځایه دوی ته ۴ مړي او ۱۶ ټپيان وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کې دوه تنه یې پولیس او دوه ملکي وګړي دي او په ټپیان کې پنځه پولیس او ۱۱ ملکي وګړي دي.

د دغه چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل تویټر لیکلي چې دوی د یو هاموي ټانک په واسطه په غزني ښار کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز موټر بم ځانمرګی برید کړی دی.

طالبانو په دغه چاودنه کې ګڼو افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG