د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هلمند د مرگوني برید مسؤلیت ومانه


لښکرګاه کې د نوي کابل بانک مخې د موټر بم د برید پر مهال یو شمیر کسانو له دغه بانک څخه پیسې راایستلې
لښکرګاه کې د نوي کابل بانک مخې د موټر بم د برید پر مهال یو شمیر کسانو له دغه بانک څخه پیسې راایستلې

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په خپل ټوټیر کې لیکلي چې د هلمند د لشکرگاه ځانمرگی برید طالبانو کړی دی.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا دولس بجې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک د څانګې مخې ته یو موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې ٣۴ تنه وژل شوي او څه دپاسه ٥٨ نور ټپیان شوي دي.

په دې برید کې په لسګونو تنه ټپیان شوي هم دي چې د لسو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې د برید پرمهال د افغان حکومت یو شمیر ملکي مامورین او امنیتي منسوبین د دغه بانک څخه د خپلو تنخواو د اخیستلو لپاره د کابل بانک مخې ته راټول شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې د پوليسو او ملي پوځ سرتیري، ښوونکې او هغه سوالګر شامل دی چې د بانک مخې ته ولاړ وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پیښې له ځایه، لښکرګاه کې ایمرجنسي روغتون ته جسدونه او له پنځوسو زیات ټپیان انتقال شوي دي.

بلخوا یو شمیر هغه سرتیري چي د معاشونو د ترلاسه کیدو لپاره منتظر وو او په پېښه کې ژوندي پاته شوي نیوکه کوي چي د بانک د پيسو د وېش بهیر ټکنی دی او مراجعین يې اړ وي چي په ساعتونو، ساعتونو انتظار وباسي.

خو د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چې د وضع شویو اصولو له مخې هيڅ نظاميان حق نه لري چې له نظامي څانګو پرته کابل بانک ته د تنخوا اخيستلو لپاره لاړ شي او ټاکل شوی نظامي پلاوی به دا هم معلومه وي چې ولې نظاميان د پنجشنبې په ورځ بيا کابل بانک ته د معاش اخيستلو لپاره تللي وو.

د برید وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او خبریالانو ته هم د پیښې ځای ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG