د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سي‌ آی‌ اې رئيس کابل ته راغلی وو


اجرائيه رئيس وايي، د امریکا د استخباراتو رئیس مایک پمپیو په کابل کې له هغه او ولسمشر غني سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.
اجرائيه رئيس وايي، د امریکا د استخباراتو رئیس مایک پمپیو په کابل کې له هغه او ولسمشر غني سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۶) یې د وزیرانو شورا ته خبرې کولې، کابل ته د امریکا د استخباراتو (CIA) رئيس مایک پمپیو د پټ سفر په اړه وویل، په تیرو ورځو کې د سي‌آی‌اې مشر په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.

د ښاغلي عبدالله پر وینا د امریکا د استخباراتو رئيس له افغان ولسمشر او اجرائیه رئيس سره په لیدنه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د افغان ولس د هوساینې په برخو کې د افغانستان د حکومت له برنامو څخه ملاتړ کړی دی.

اجرائيه رئيس وویل "د امریکا د استخباراتو سي‌آی‌اې رئيس افغانستان ته سفر درلود، له ولسمشر او له موږ سره یې ملاقاتونه درلودل. له افغانستان سره د همکاریو د دوام په برخه کې د امریکا د ژمنو، کوم ګواښونه چې شته دي او د حل لارو چارو په اړه یې په مختلفو برخو کې بحثونه وشول".

د افغانستان اجرائيه رئيس کابل ته د امریکا د استخباراتو د مشر د راتګ د نیټې په اړه څه و نه ویل.

د امریکا د استخباراتو رئيس په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د ډونالډ ټرامپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه د خپلې استراتیژۍ پر جوړولو کار کوي.

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر

اجرائيه رئیس عبدالله عبداله دغه راز وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي هم په تیرو ورځو کې کابل ته سفر درلود او د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل، دغه پلاوي له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژمنو د عملي کولو پر بحثونه کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي، چې د مرکزي او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ سرپرستې الس ویلز، افغانستان په خپل سفر کې د دغه هیواد د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون د ملي یووالي د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې دي.

په بیان کې راغلي، چې آغلې ویلز دغه راز د قاطع ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال جان نیکلسون او د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي آستازي تدامیچي یاماموتو سره هم لیدنه کړې ده.

د بیان له مخې، آغلې ویلز د افغانستان د اقتصادي او سياسي جوړښتونو د نوي کولو، ثبات او د ملي پخلاينې د دودولو له پروسې څخه د امریکا پر ملاتړ ټينګار وکړ.

XS
SM
MD
LG